د لاس رسي وړ اتصالات

پخوانی ړوند پوځي منصبدار او د هغه مبارزه


د سرک یوې څنډې ته پر سره لمر له کوچني زوی سره پلاستیکي لوټې پلوري.په تندي او ملا یې خولې راماتې دي. څه نه شي لیدای خو د لاسونو پر تپولو د خپلې موخې درک کولی شي.پیوندي جامې، شېدلې څپلۍ او پر سر سورۍ خولۍ یې د غربت ګواهي کوي.

دا شپېته کلن سخي جان دی چې ډاکټر نجیب الله په حکومت کې نظامي روغتیا پال و.هغه د نورو ټپیانو درملنې په تکل روان و خو له خپل تقدیره نه و خبر.

نوموړی وايي:" د ډاکټر نجیب حکومت و، زه پکې نظامي جراح ډاکټر وم، د کونړ پشد کې وظیفې ته تلو، هلته زمونږ عسکر زخمیان شوي وو د هغې درملنه مې کوله، بس په مونږ ماین راپاڅېد او دواړه سترګې مې پکې لاړې".

سخي جان د ژوند خورا سختۍ ګاللي دي.هغه د کونړ په مرکز اسداباد کې خپله خواري غریبي کوي.ژوند یې له کړاوه ډک خو له روانې زند ګۍ خوشاله دی.نوموړی وايي کله به هم چاته د سوال لاس ونه غځوي.

شپېته کلن سخي جان د ډاکټر نجیب الله په حکومت کې نظامي روغتیا پال و.
شپېته کلن سخي جان د ډاکټر نجیب الله په حکومت کې نظامي روغتیا پال و.

هغه وویل: " اول سرکې مې ویل چې سترګې مې ړندې شوې زه به څه کوم، خو وروسته مې ورور او زه لاړو او له جلال اباد څخه مو لوټې راوړې او خرڅوم یې نو بس د ورځې دوه درې سوه روپۍ کوم او ژوند مې ډېر ښه چلېږي، دا ورکوټی زوی مې راسره کومک کوي او د لاسه مې نیسې او بیايي مې".

هغه وايي په ډېرې سختۍ یې د ژوند ملګرې موندلې اوس دوه زامن او یوه لور لري،چې مشری زوی یې څوارلس کلن دی.نوموړي له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې په خرڅېدونکو لوټو یې ژوند چلېږي.سخي جان نورو معلولینو ته یو لنډ خو معنی دار پېغام هم ورکوي.

هغه وايي: " ټول معلولین دې کار وکړي ، خواري دې وکړي خو سوال دې نه کوي".

مونږ د سخي جان کور ته هم ورغلو.له ساده ګټو په یوه جوړ پخواني تنګ کور کې ژوند کوي.مېرمن یې پر خپل خاوند ویاړي: " زما خاوند په ړوند ځان لوټې خرڅوي خو سوال نه کوي او ژوند مو ښه چلېږي".

د کونړ اوسېدونکي هم د ډاکټر نجیب الله د وخت دغه روغتیا پال اتل ګڼي.لایق سمون د کونړ اوسېدونکی او مدني فعال دی.هغه وايي: "خلک روغ وي سوال کوي خو سخي جان کاکا یو اتل دی،ځکه په ړوند ځان ژوند چلوي".

که څه هم په افغانستان کې تېرو جګړو د نفوس یوه غوښینه برخه معلوله کړې، ډېر یې له خلکو پر سوال پیسې ټولوي خو سخي خان وايي سوالګیر انسانان یې بدي راځي.

XS
SM
MD
LG