د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په پالیسۍ کې د پاکستان د انزوا موضوع


 د امریکا د سنا پلاوي پاکستان ته له سفر وروسته د خپلو خبرو نتایج له افغان مشرانو سره شریک کړل .
د امریکا د سنا پلاوي پاکستان ته له سفر وروسته د خپلو خبرو نتایج له افغان مشرانو سره شریک کړل .

یو شمیر امریکایي سناتوران چې له پاکستاني چارواکو سره یې کتلي وایي، چې ددغه هیواد مشرانو ته یې په څرګنده دا ویلي چې د حقاني شبکې په ګډون د ټولو تروریستي ډلو پرضد اقدام کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا رئیس محمد حنیف اتمر وايي، چې د امریکا د سنا یو لوړ پوړي پلاوي پاکستان ته له سفر وروسته د دغه هیواد له چارواکو سره د خپلو خبرو نتایج د افغانستان ولسمشر او اجرائیه رئیس ته وړاندې کړې دي.

ښاغلي اتمر چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته د وارسا د غونډې لپاره د افغان حکومت د چمتوالي په اړه معلومات ورکول وویل د امریکا د سنا دغه پلاوي پاکستان ته یادونه کړې چې "د پاکستان د انزوا پالیسي به د امریکا یوه مهمه پالیسي وي که چیرې له تروریزم سره په مبارزه کې همکاري ونکړي."

د امریکایي سناتورانو ټینگار

امریکایی سناتورانو په افغانستان کې د ۹۸۰۰ امریکایي عسکرو د پاتې کیدو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې که د امریکا جمهور رئیس د اوسني شمیر څخه د خپلو عسکرو شمیر راکم کړي نو ورسره په افغانستان کې د امریکا ماموریت د ماتې سره مخ کیدای شي.

سناتور مکین وویل " مونږ باور لرو چې د امریکایي ځواکونو په شمیر کې لا کمښت به د عراق پیښې چې له دغه هیواد څخه په بشپړه توګه د امریکایي عسکرو له وتلو وروسته ورسره مخ شو او لومړی د القاعده او بیا د اسلامي دولت یا داعش د ډلې د رامنځ ته کیدلو سبب شو همهغه وضعیت په افغانستان کې هم تکرارشي ".

د جنوبي کارولینا څخه جمهوریت غوښتونکي ګوند سناتور لینډزي ګراهام هم په خپلو څرګندونو کې په افغانستان کې په کم شمیرد امریکایي ځواکونو پاتې کیدو سره مخالفت وښود او ویې ویل چې د عسکرو د شمیر کمیدل کیدای شي افغانستان کې د امریکا ماموریت د ناکامۍ سره مخ کړي.

سناتور ګراهام وویل " افغان حکومت په پرله پسې توګه د امریکا د حضور هرکلی کوي. که امریکا د متحده ایالاتو جمهوررئیس د ۹۸۰۰ عسکرو د پاتې کیدو پریکړه وکړي هغوی به یې مخالف ونه کړي بلکې هغوی به یې هرکلی وکړي. هرپوځي جنرال چې دلته یې وظیفه ترسره کړې د شرایطو په اساس د وتلو ملاتړ کوي، د پاکستان د پوځ مشر مونږ ته وویل چې هیله ده تاسو به خپل عسکر دلته وساتئ هغه مونږ ته ځکه وویل چې که چیرې ځواکونه په چټکۍ ووځي هغه سیمې به ونیول شي او مونږ ته به زیان ورسوي. نو جمهوررئیس په دغه پریکړه کې د ډیرو ملاتړ له ځان سره لري ".

سناتور جو ډینالي او سناتور بین سي سی، له پاکستان څخه د ټولو تروریستي ډلو پر خلاف د اقداماتوغوښته وکړه او ویې ویل چې د حقاني شبکې مسله باید د خبرو اصلي ټکی اوسي.

پر افغانستان باندې د پاکستان تورونه

همدا راز، د افغانستان د ملي امنیت شورا رئیس وویل، پاکستان هیڅ کله په صادقانه توګه له افغان دولت څخه خپلې غوښتنې نه دي مطرح کړي او تل یې پر افغانستان بې بنسټه تورونه لګولي دي.

ښاغلي اتمر وویل، پاکستان پر افغانستان تور لګوي، چې د افغانستان له خاورې د پاکستان ګټې ګواښل کیږي خو په دې برخه کې یې تر اوسه داسې اسناد نه دي وړاندې کړي، چې د دوی ادعا رښتینې ثابته کړي.

ښاغلي اتمر وویل، دوی زیات داسې اسناد په لاس کې لري، چې له مخې د پاکستان له خاورې د افغانستان پر ضد کار اخیستل کیږي.

هغه زیاته کړه "مولوي منصور چې دوی حاضر نه وو، چې ووايي د هغوی په خاوره کې دی او ملاتړ یې کوي، هغه د دوی په خاوره کې وو، هم یې د هغوی پاسپورټ درلود او د هغوی له مختلفو هوايي ډګرونو څخه یې مختلفو هیوادونو ته سفرونه کول. له دې زیات شواهد مدارک ضرور نه دي چې وړاندې شي، دوی ویلي وو، چې د افغانستان دښمن به له دې وروسته د پاکستان دښمن وي، مولوي منصور د افغانستان دښمن وو، ځکه چې د هغوی له خاورې څخه یې د عمري په نوم جګړه زموږ د خلکو په وړاندې اعلان کړه، زموږ پوښتنه دا ده، هغه ژمنه چې تاسې کړې چې د افغانستان دښمن به له دې وروسته د پاکستان دښمن وي، آیا تاسې ورته ژمن یئ؟"

د پولند په پلازمینه وارسا کې د ناتو غونډه

د افغانستان د ملي امنیت شورا رئیس محمد حنیف اتمر وايي د ناټو د غړو هیوادونو په غونډه کې به هم، چې ټاکل شوې د روانې عیسوي میاشتې په اتمه او نهمه نیټه د پولینډ په پلازمینې وارسا کې جوړه شي، له تروریزم څخه د ملاتړو هیوادونو موضوع راپورته کړي.

ښاغلي اتمر وویل د افغانستان جګړه کورنۍ نه بلکې سیمه ‌اییز او نړیوال اړخونه لري او زیاته یې کړه چې د ناټو غړي هیوادونه باید په دې جګړه کې په میړانه د افغانستان تر څنګ ودریږي او تروریستانو او ملاتړو هیوادونو ته یې دا پیغام ورکړي چې په دې جګړه کې افغانستان یواځې نه دی.

اسلامي حزب سره د سولې خبرې

دغه راز، د افغانستان د ملي امنیت شورا رئیس هغه آوازې رد کړې، چې ګواکې د اسلامي حزب او افغان حکومت تر منځ د سولې خبرې بې نتیجې پای ته رسیدلې دي.

محمد حنیف اتمر وویل، لا هم له اسلامي حزب سره د سولې خبرې دوام لري او زیاته یې کړه چې په دې خبرو کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د دواړو غاړو ترمنځ د نظر اختلافاتو د له منځه وړلو پر سر بحثونه روان دي.

ښاغلي اتمر وویل، د سولې په خبرو کې د افغانستان ۱۵ کلنې لاسته راوړنو ته په کتو له اسلامي حزب سره خبرې روانې دي او تمه یې وښوده چې دا خبرې مثبتې پایلې ولري.

ښاغلي اتمر وویل، افغان حکومت هیڅکله په دغه هیواد کې د بهرنیو ځواکونو د دایمي شتون پلوي نه دی چې پر وینا یې له امریکا او ناټو سره په لاسلیک شویو تړونونو کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په مهالویش باندې درې واړو لوریو سلا‌ء کړې ده.

د گلبدین حکمتیار د پیام په وړاندې د ملي امنیت د شورا غبرگون

د ملي امنیت د شورا له ویاند تواب غورځنگ د امریکا غږ آشنا تلویزیون سره د مرکې په ترڅ کې وویل چې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي سره په خبرو کې کوم خاص مشکل موجود ندی خو که داسې کوم مشکل رامنځته هم شي چې د ملت مشورې ته پکې اړتیا وي نو دا شورا به یی د رسنیو له لارې د ملت سره شریکه کړي. ښاغلي غورځنگ د حکمتیار د غوښتنو په اړه د ځواب ورکولو نه ډډه وکړه.

د گلبدین حکمتیار د غوښتنو په تړاو د اجراییه ریاست غبرگون

د اجرائیه ریاست لومړی معاون محمد خان د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي سره د سولې دخبرو په ټپه دریدل تاییدوي او وایی د حزب اسلامي له خوا د سولې دپاره شرطي غوښتنې حکومت ته د منلو وړ نه دي.

محمد خان د ازادۍ راډیو سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل چې حکمتیار دغه درې غوښتنې کړي دي: د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پاره د تقسیم اوقات ټاکنه، د دوو کالو په پوره کیدو سره د ملي وحدت د حکومت د دورې ختمیدل او د گوندونو د سهم په اساس د ولسي جرگې د ټاکنو کیدل. محمد خان زیاته کړه چې جمهوري ریاست په دې غوښتنو غور کوي، خو دی فکر نه کوي چې حکمتیار به مثبت ځواب ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG