د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او د ویسټ انډیز د کرکټ سیالیو رسمی اعلان وشو


د افغانستان او ویسټ انډیز د کرکټ ادارو په دې موافقه کړیده چې د افغانستان کرکټ ملي ټیم به بل کال ته د جون په میاشت کې غرب الهند ته سفر کوي او دې سفر کې به د ویسټ انډیز د کرکټ ملي ټیم سره پینځه یو ورځنۍ او درې شل اوریزې سیالۍ کوي.

ویسټ انډیز چې دا وخت د کرکټ د شل اوریزو سیالیو نړیوال قهرمان دی،د افغانستان سره په لومړي ځل خپل کور کې د کرکټ د گڼو سیالیو په لړ کې مخامخ کیږي. افغانستان په هند کې شوي د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام په وروستۍ سیالئ کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړې وه.

افغانستان دې نه وړاندې هم دوه ځله ویسټ انډیز ته د کرکټ د سیالیو دپاره سفرونه کړي چې یو ځل په کال ٢٠١٠ کې د کرکټ د شل اوریز جام دپاره او دویم ځل د ویسټ انډیز د دوه ټیمونو ټرینډاډ او باربډوس او بنگله دیش د ټیمونو په گډون څلور اړخیز ټورنامنټ کې برخه اخیستې وه،چې افغانستان پکې قهرمان شوی و.

افغانستان به ویسټ انډیز سره د کرکټ ٥ یو ورځنۍ او ٣ شل اوریزې سیالۍ کوي
افغانستان به ویسټ انډیز سره د کرکټ ٥ یو ورځنۍ او ٣ شل اوریزې سیالۍ کوي

افغانستان او د ویسټ انډیز ترمنځ راتلونکي کال د جون د سیالیو دپاره د مشخصې نیټې اعلان شوي نه دي خو د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې دا سیالۍ به د کال ٢٠١٧ د جون د نیمايي نه وروسته ترسره شي.

د زمبابوې نه پس ویسټ انډیز د کرکټ د نړیوالې شورا دایمي غړیتوب لرونکی دویم هیواد دی چې افغانستان به ورسره د کرکټ د گڼو سیالیو لړۍ چې د کرکټ په اصطلاح کې ورته سیریز وايي ،ترسره کوي. افغانستان دې نه مخکې د زمبابوې سره په زمبابوې او شارجه کې دا ډول سیالۍ کړې وې چې افغانستان دواړو ځایونو کې بریالی وتلی و.

افغانستان دا وخت د کرکټ د یو ورځنیو سیالیو په اساس نړۍ کې لسم مقام لري، ویسټ انډیز په نهم مقام دی. همداشان افغانستان په شل اوریزو سیالیو کې د نړۍ د تکړه ټیمونو بنگله دیش ،زمبابوې او ایرلینډ نه مخکې دی او په نهم مقام دی.

د ویسټ انډیز د کرکټ بورډ اجرایوي ریس مایکل مورهېډ وايي چې دی خوشاله دی چې د افغانستان سره داسې سیالیو کوربه کیږي او دوي به د افغانستان د لوبغاړو سره خوندورې لوبې ولري.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG