په پښتونخوا کې د ډاکټر خان تحریک په مشرۍ یوه خاموشه مظاهره وشوه چې پکې گډون کونکو سرونه ټیټ کړي وو او د پاکستاني پولیسو لخوا د افغان مهاجرو ځورول یې غندل. مظاهره کونکو په ټوټو او کاغذونو لیکلي وو "مونږ بې وسه یو".
د ډاکټر خان تحریک مشر عابد منیر امریکا غږ ته په مرکې کې وویل چې کوشش کوو په حکومت فشار راولو چې د افغانانو سره دغه ډول چلند نه کوي.
-
نزرانه یوسفزۍ
نزرانه غفار د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.