د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د دریمو رسمي ژبو د استازو نیوکې


په افغانستان کې د دیرشو نه زیاتې خپلواکې ژبې شته چې په بیلو سیمو کې خلک ورباندې تکلم کوي.
په افغانستان کې د دیرشو نه زیاتې خپلواکې ژبې شته چې په بیلو سیمو کې خلک ورباندې تکلم کوي.

د نورستاني، پشه یی، بلوڅي، او ترکمني ژبو استازو ترڅنگ د ازبکۍ ژبې متکلمین هم خپلی ژبی ته د حکومت او چارواکو د زیاتی پالمرنی غوښتنه کوي .

خو په عین وخت کې د افغانستان د حکومت چارواکي وایي دوي په نظر کې لري چې په دریو پړاونو کې د دریمو رسمي ژبو د ودې او پرمختگ دپاره په افغانستان کې خپلی هڅې لا کړندۍ کړي.

نن د ځینو دریمو رسمی ژبو استازي سره را غونډ شوي و او د حکومت څخه یی غوښتنه کوله چې د دوه و رسمي ژبو، پښتو او دري ترڅنگ دی په افغانستان کې نورو مروجو ژبو ته هم د دې هیواد په گوټ گوټ کې پراختیا ورکړ شي.

له هیواده بهر مهاجرتونه، ناسم سیاستونه او د حکومت نه پاملرنه هغه ستونزی دي چې پدې دریمو سیه اییزو رسمي ژبو باندی یی اغیز کړی دی.

د ترکمنانو یو قومی مشر محمد نظري وایی، «د نورو ژبو ترڅنگ ازبکي ژبه هم زمونږ د هیواد دریمه رسمي ژبه ده چې اکثرآ د افغانستان په شمال کې مروجه ده او شاو خوا لس فیصده په هیواد کې ورباندې خبرې کوي. نو توجه ورته ضروري ده.»

د ازبکانو قومي مشر، سید تاج الدین تاشقین بهایي هم د حکومت نه پاملرنی ته د انتقاد گوته نیسي. هغه وایي ژبي د هیواد ملي شتمني ده چې باید یې ساتنه وشي.

په عین وخت کې حکومت هم د اساسي قانون پر بنسټ وایی چې خپل زیار به ددې دریمو رسمي ژبو د لا پرمختگ دپاره د دریو پړاونو یو ځانگړی پرمختیایی پروگرام پیل کړي.

د جمهور رئیس د مرستیال د دفتر رئیس عنایت الله بابر فرهمند وایي د ژبو د لا پراختیا دپاره علمي سیمینارونه هم جوړ شوي چې په ترڅ کې یی د حکومت ژمنی بیا تازه شوې.

په وروستي سیمینار کې د افغان چارواکو ژمنه وکړه چې د مشخصؤ پلانونو پر بنسټ په نظر کی لري چې دریمي رسمي ژبې د افغانستان په کچه وهڅول شي

د یاونې وړ ده چې په افغانستان کې د دیرشو نه زیاتې خپلواکې ژبې شته چې ددې هیواد په بیلو سیمو کې په ځانگړو او بیلو لهجو خلک ورباندې تکلم کوي.

XS
SM
MD
LG