د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما لمړنی مسلمان فدرالي محکمې ته ونوموه


د جمهور رئیس اوباما دغې پریکړې ته اکثر د یوه سمبولیک اقدام په سترگه گوري
د جمهور رئیس اوباما دغې پریکړې ته اکثر د یوه سمبولیک اقدام په سترگه گوري

عابد ریاض قریشي یو پاکستاني الاصله امریکایی، د لومړي ځل دپاره، په پلازمینه کې د یوه فدرال قاضي په توگه مهمې دندې ته ونومول شو چې د قضا په برخه کې خورا لوړ مقام او مهمه دنده گڼل کیږي.

قریشي په پاکستان کې پیدا شوی، هغه تر زده کړو وروسته چې په نولسوه اوه اویایم کې یې د کورنال د پوهنتون څخه خپله ماستري تر لاسه کړه، په دوه زره شپږم کې، په واشنگتن کې، د لاتام او واتکینز په نوم، په مشهور حقوقي او قضآیی شخصي شرکت کې کار پیل کړ. او د حقوقي چارو په نامتو ورځپاڼو کې یې هم ستاینه شوې ده.

جمهور رئیس اوباما د قریشي د نوماندۍ د اعلان پرمهال وویل، پدې ډاډه دی چې قریشي به وظیفې ته په پوره ایماندارۍ سره هیواد ته خدمت وکړي.

په متحده ایالاتو کې د قانون د ملاتړې ادارې مشرې، فرحانه کایرا، د جمهور رئیس اوباما دغې پریکړې ته د قدر په ستگه وکتل او زیاته ییې کړه چې، «دا غوره دی چې هر مشر د خپل هیواد تکړه او مخکښ وگړي، د هغوي د وړتیا په نظر کی نیولو سره، ددې په شان په لوړو مقامونو په کار وگماري.»

د اوباما له خوا د ښاغلی قریشي نوماندي د هغه د کاري دوهمې دورې په وروستیو میاشتو کې پداسې حال کې اعلانیږي چې په امریکا کې د انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې نژادي تبعیض او د خلکو د بیلو ډلو ترمنځ درز مخ ژوروالی دی.

د جمهور رئیس اوباما دغې پریکړې ته اکثر د یوه سمبولیک اقدام په سترگه گوري څو په هیواد کې نورو اقلیتونو ته دا په ډاگه کړي چې دوي هم د متحدو ایالتونو دپاره د نورو اکثریت ډلو په شان ارزښت لري.

داسی ویل کیږي چې دانلد ترمپ دد هغه د نوماندۍ په خلاف دی ځکه ویلي یې و چې که کوم مسلمان د فدرال قاضي په توگه په کار وگمارل شي نو ددې امکان هم سل په سلو کې شته چې د هغه سره غیر عادلانه چلند وکړي.

XS
SM
MD
LG