د لاس رسي وړ اتصالات

آیا موقتي اوربند به سوریې ته دایمي سوله راولي؟


سوري یاغیان د بشارالاسد د رژیم دپایته رسولو لپاره مبارزه کوی.
سوري یاغیان د بشارالاسد د رژیم دپایته رسولو لپاره مبارزه کوی.

د سوریی یاغیان د بشارالاسد درژیم دپایته رسولو لپاره مبارزه کوی. په دغه اوربند باندې د متحده ایالاتو اوروسیی ترمنځ تیره اونۍ موافقه وشوله.

متحده ایالات د سوري یاغیانو ملاتړ کوی او روسیه د بشار الاسد درژیم مالی اونظآمی ملاتړ کوی.

د اوربند دغه موافقه په سوریه کې د جگړې د بندولو لپاره غږ کوي، خو په دغه اوربند کې د سوریی رژیم اجازه لري چی پراسلامي دولت او له القاعده سره تړلو جنگیالیو باندې بریدونو ته دوام ورکړي.

که څه هم متحده ایالات وايي چی په دغو بریدونو کې زیاتره د سوریی د رژیم مخالف جنگیالي په نښه کېږی او د ملکیانو د ځاني او مالي تلفاتو ستر عامل ېې بولي. جان کري وویل، «د النصره خلاف اقدامات کول د هېچالپاره رعایت ندی؛ دا په ټینگه د متحده ایالاتو په گټه کاردی چی القاعده په نښه شي، او په سوریه کې دالقاعده سره تړلې ډلې په نښه شي چې النصره هم پکی شامله ده.»

ښاغلي کري زیاته کړله چې النصره یوه داسې ډله ده چې په سوریه کې د سوله ئیز عبوری پړاو سره مخالفه ده، داسې ډله ده چې په سوریه کې د مشروع مخالفې ډلې پر ضد ده. النصره داسې ډله ده چې همدا اوس له سوریی نه بهر د بریدونو لپاره دسیسې جوړوي.

د برتانیی د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن د متحده ایالاتو او روسیی ترمنځ د اوربند د دغی موافقی هرکلی کړی دی. هغه له خپل روسي انډول سره نن په ټیلېفونی خبرو کې وویل چې لندن دیته چمتو دی چې داوربند د عملی کولو په اړه مرسته وکړي.

د ترکیی ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه به نن به ددغه اوربند تر عملی کېدلو وروسته حلب ته خوراکي مواد، جامې او د ماشومانو لپاره د لوبو شیان ور ولېږي.

هغه زیاته کړله چې مرستی به له لمر لویدلو نه وروسته چې اوربند عملي شی په خاصو لارو باندې خلکو ته ور سول شي.

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان پدې اړه زیاته کړه، «نن به له لمر لویدلو نه ور وسته یا د ملگرو ملتونو او یا د سرې میاشتی له لارې د حلب خلکو ته زموږ د سرې میاشتی له لارې او د جمهوری ریاست د عاجلو حآلاتو د مرستی دادارې له لارې دغې سیمی ته مرسته ورورسول شی.»

ښاغلي اردوغان په دغه منطقه کې په خاصه توگه د الرې او جرابلس د سیمو یادونه وکړله. تیره میاشت ترکیی د سوریی له یاغېانو سره مرسته وکړله چې جرابلس د اسلامی دولت له ډلې نه ونیسی.

د سورېې لپاره د ملگرو ملتونو استازی سټیفین دی مستورا وايی چی دده دفتر به د متحده ایالاتو او روسیی په ملاتړد اوربند څارنه وکړي.

هغه نن وویل چې د ده دفتر په دې اړه تراوسه پورې کومه وینا نده خپره کړې.

په سوریه کې د تیرو اوربندونو سابقې له یوشمېر تحلیل کوونکیو سره شکونه منځته راوستي دي، خو تراوسه پورې د اسد رژیم او بهرني پلویان ېې لکه حزب الله او ایران وايي چی دوي به پر اوربند باندې عمل وکړي.

د سورېې مخالفو ډلو ددې اوربند هرکلی کړی دی. په دغو خبرو کې ددې لپاره هم غږ شوی دی چی د حلب په څېر ځایونو ته خوراکی مواد او دوا ور ورسول شي .

د سوریی پنځه کلنه جگړه ددې سبب شوله چې هلته بشري کړکېچ منځته راشي، په سوونو زره کسان پکې ووژل شول او تر یوولس ملیونونه زیات بې ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG