د لاس رسي وړ اتصالات

پیښور پوهنتون افغان محصلینو ته د فراغت سندونه نه ورکوي


د پاکستان د خېبر پښتونخوا د پیښور پوهنتون یو لوړ رتبه مقام ډاکټر حزب الله ویلي چې هر افغان محصل چې د مهاجرت کارت ،افغان پاسپورټ او ویزه نه لري ،هغه ته به نه په پوهنتون کې داخله ورکوي او نه د فراغت سند.

په پیښور پوهنتون کې درسونو نه فارغ شوو افغان شاگردانو شکایت کړیدی چې دوي د ډگریو اخیستو په تمه دي،خو پوهنتون ېې ورته نه ورکوي.

دې افغان محصلینو کې عبدالولي غوندې زرهاو شاگردان شامل دي چې هم پاکستان کې زیږدلي دي ،خو وايي چې د پیښور پوهنتون ته څو ځله ورغی چې خپله تعليمي ډگري ورنه واخلي خو د مهاجرت کارت ورنه غواړي ،چې دی ېې نه لري.

پیښور کې د افغانستان د قونصلگرۍ مامورین وايي چې دا یوه جدي مسله ده چې دوي ېې هم د حل دپاره کوششونه کوي.

د یادونې وړ ده چې کله دغه افغان ځوانانو پیښور پوهنتون کې زدکړې پیلولې نو هیڅ سند ورنه نه و غوښتل شوی. خو د څه وخت نه چې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې تریخوالی راغلی او پاکستان کې افغان مهاجرینو ته د وسیدو حد ایښودل شویدی،نو د پوهنتون د افغان شاگردانو سره هم چلند بدل شویدی.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG