د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان کرکټ لوبغاړي به د هند ای پي ایل کې لوبیږي


د افغانستان د کرکټ لوبغاړي د پاکستان ، بنگله دیش اماراتو او امریکا په تجارتي سیالیو کې هم لوبیدلي
د افغانستان د کرکټ لوبغاړي د پاکستان ، بنگله دیش اماراتو او امریکا په تجارتي سیالیو کې هم لوبیدلي

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي ریس ښاغلی شفیق ستانکزی وايي چې د هند په تجارتي سیالیو ای پي ایل کې د افغان لوبغاړو د لوبیدو خوب به ډېر زر ریښتیا شي.

ښاغلي ستانکزي د امریکا غږ آشنا راډیو سره مرکه کې ویلي چې ده د هندوستان په ممبۍ کې د هند کرکټ بورډ ادارې په مرکزي دفتر کې د هندوستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس راهول جوهري سره د لیدو په وخت د دواړو طرفونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک موارد نهایي شول.

د دې هوکړه لیک مهم ټکی دا دی چې د هندوستان په غوره لیګ سیالیو یا ای پي ایل کې د نړۍ نورو پیاوړو لوبغاړو ترڅنګ د افغان لوبغاړو شمولیت ته لاره خلاصه شي.

د هند ای پي ایل کرکټ سیالۍ د کرکټ د نړۍ سترې او قیمتي لوبې بلل کیږي.چې لوبغاړي پکې میلونو ډالرو باندې پلورل کیږي
د هند ای پي ایل کرکټ سیالۍ د کرکټ د نړۍ سترې او قیمتي لوبې بلل کیږي.چې لوبغاړي پکې میلونو ډالرو باندې پلورل کیږي

هغه وویل چې د هند د ای پي ایل کرکټ سیالۍ د کرکټ د نړیوالو لوبغاړو دپاره د یو ښکلي خوب مثال لري. ځکه چې دې کې لوبغاړو ته نه یوازي د مالي گټې ستره موقعه په لاس ورځي بلکې د مشهورو لوبغاړو سره د لوبیدو او تجربې فرصت هم ورته برابریږي.

د افغانستان د کرکټ لوبغاړي د پاکستان ، بنگله دیش متحده عرب اماراتو او امریکا په تجارتي سیالیو کې هم لوبیدلي.

دې نه علاوه د افغانستان او هندوستان ترمنځ د همکاریو د هوکړه لیک په مواردو کې دا هم شامل دي چې د افغانستان او هندوستان الف او نولس کلنو لوبغاړو د لوبډلو ترمنځ به د کرکټ سیالۍ برابریږی.

همداراز هندوستان به د کرکټ په نورو چارو اوساحو کې د افغانستان سره همکاري کوي. ښاغلی شفیق ستانکزی وايی چې په دې هوکړه لیک به نیزدې راتلونکې لاس لیکونه هم وشي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG