د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریې کې د اوربند د ماتیدو دلیلونه


په ملگرو ملتونو کې د متحده ایالتونو استازي، په سوریې کې د روسیې دریځ له بی رحمۍ ډک وباله.
په ملگرو ملتونو کې د متحده ایالتونو استازي، په سوریې کې د روسیې دریځ له بی رحمۍ ډک وباله.

د سوریې ناکراریو ته د پای ټکي د ایښودو او د سولې خبرو ته د لارې هوارولو په هیله، د متحده ایالاتو او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د سپتمبر میاشتې په نهمه نیټه پر یو اوربند موافقه وکړه، خو دا اوربند وروسته له هغه بیرته مات شو چې تیره اونۍ د مرستو پر کاروان هوایي برید وشو. واشنگتن پدې برید کې مسکو ملامت وباله.

په ملگرو ملتونو کې د متحده ایالتونو استازي، د امنیت شورا په بیړنۍ غوڼډه کې په سوریه کې د روسیې کړنې "بې رحمي" وبلله.

په ملگرو ملتونو کې د امریکا استازې، سمانتا پاور پدې تړاو داسې غبرگون وښود، «د سولې د تامینولو پرځای، روسیه او اسد جگړه کوي. ملکي وکړو ته د اړینو مرستو د رسولو پرځای، روسیه او اسد پر مرستندویه کاروانونو، روغتونونو او پر ژغورونکو چې غواړي د خلکو ژوند وژغوري، بمونه اچوي.»

خو مسکو په وار وار د واشنگټن دا ډول خبرې او ادعاوې رد کړي دي. په ملگرو ملتونو کې د روسیې استازي د سولې ټینگیدلی، "تقریباً یو ناشونی" کار بللی دی.

په ملگرو ملتونو کې د روسیې استازي، ویتالي چرکین وویل، «په سوریه کې سلگونه ډلې په وسلو سمبال دي، پرته له کوم تفکیکه بمبارۍ کیږي او د همدې کارونو له امله د سولې ټینگیدل اوس تقریباً یو ناشونی کار دی.»

خو د سوریې لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي د امنیت شورا څخه غوښتل چې د تاوتریخوالي د ختمولو لاره غوره کړي.

د سوریې لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړی استازي، ستیفن دیمستورا وویل، «زه اوس هم پدې باور یم چې موږ کولی شو حالاتو ته تغییر ورکړو. موږ دا کار پخوا هم څو ځلې ثابت کړی دی.»

بلخوا د سوریې د بهرنیو چارو وزیر، د امنیت شورا پرونۍ غوڼډې ته اشارې، ویلي دي چې متحده ایالتونه، بریتانیا او فرانسه د دې ډول غوڼډو په بللو غواړي چې په سوریه کې د ترهگرۍ څخه ملاتړ وکړي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم پخپله یوه تازه مرکه کې ویلي دي چې د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په منځگړیتوب ټینگ شوی اوربند اوس هم د اعتبار وړ دی او د بشارالااسد حکومت چمتو دی چې د سوریې د ملي وحدت په حکومت کې برخه واخلي.

په تیرو شپږو میاشتو کې د لمړي ځل لپاره، د بشري مرستو اویا لارۍ پرون د سوریې څلورو ښارونو ته ورسیدې.

د مرستو دا کاروان پداسې حال کې سوریې ته رسیدلي چې د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر، ولید المعلم، پخپله یوه تازه مرکه کې وروستی مات شوی اوربند د اعتبار وړ بللی او زیاته کړې یې ده چې د بشارالاسد په مشرۍ حکومت چمتو دی چې د ملي وحدت په یوه حکومت کې برخه ولري.

د سوریې حکومتي ځواکونو د سره صلیب او ملگرو ملتونو د هغه مرسته رسوونکي کاروان ویدیو خپره کړې چې په لویدیځ کې د زبداني او مدایا ښارونو په لور روان دی.

د سوریې د خبري آژانس یا سنا پر اساس، د مرستې دا کاروان چې شمیر یې ۴٨ لارۍ دي، په کې خوارکي او روغتیایي توکي شامل دي.

د مرستو ١٧ نورې لارۍ بیا د ادلیب ښار ته نږدې، دوو نورو کلیو ته رسیدلي دي. سوریې ته د مرستو دا کاروان پداسې حال کې رسیږي چې په دې هیواد کې د پنځه کلن جنگ له امله په میلیونه کسان مهاجر شوي او په لسگونه زره نور بیا د سوریې په بیلابیلو سیمو کې بند دي.

XS
SM
MD
LG