د لاس رسي وړ اتصالات

د مودې ځواب زه ورکوم او نواز به یې هم وگوري


 عمران خان وویل په ریویند کې به د سبا د ورځې لاریون د دې هیواد په تاریخ کې تر ټولو لوي لاریون وي
عمران خان وویل په ریویند کې به د سبا د ورځې لاریون د دې هیواد په تاریخ کې تر ټولو لوي لاریون وي

د هند او پاکستان ترمنځ د پولې په سر تاوتریخوالو زور اخیستی دی.

د پرونۍ شپې په نښتو کې یو تن هندي سرتیری چې چندو بابولال چوهان نومیږي ژوندی نیول شوی او یوه نامعلوم ځای ته لیږدول شوی دی.

د وروستیو تاوتریخوالو نه وروسته چې په نتیجه کې یې دوه پاکستاني سرتیري ووژل شول، د پاکستان د تحریک انصاف په نوم د گوند مشر، عمران خان، نن پنجشنبې خبریالانو ته وویل چې هغه به سبا ته د بیساری لوي لاریون په ترڅ کې د هند د صدراعظم، نریندر مودي، ځواب ورکړي.

هغه وویل، « ما په پیل کې غوښتل چې نواز شریف ته خپل یو پیغام ورسوم خو اوس به په همدې ترڅ کې هند صدراعظم ته هم خپل پیغام ور واوره وم.

هغه وویل زه به نواز ته دا وښیم چې د هند ځواب څنگه ورکړي ځکه هغه پدې نه پوهیږي چې د هیواد چارې څنگه پر مخ یوړل شي.

هغه زیاته کړه چې اوس مهال جنرال راحیل شریف د هیواد استازیتوب کوي.

هغه د حکومت له خوا د ابتداییه مخنیوی په اړه وویل، « هر کله چې مونږ غواړو چې خپل واز اوچت کړو نو حکومت مونږ ته د برید ونو د گواښ خبر داری راکوي او زمونږ لاره نیسی.»

هغه وویل، « په ریویند کې به د سبا د ورځې لاریون د دې هیواد په تاریخ کې تر ټولو لوي لاریون وي.»

ټاکل شوې چې دا مظاهره د ریویند په نوم د پنجاب په یوه ښار کې وشي چې په لاهور پورې اړه لري.

XS
SM
MD
LG