د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني کې پولیس مشکوک ترهګر لټوي


په شرقي المان کې د بمي برید د اصلي طراح لټون روان دی
په شرقي المان کې د بمي برید د اصلي طراح لټون روان دی

د جرمني پولیسو د یکشنبې په ورځ (اکتوبر ۹) وویل داسی ګمان کوي چې د مشکوکو دری نیول شوو کسانو نه یو تن يي د یو بم ځای پرځای کولو په پلان کې لاس درلود.

پولیس رسنیو ته وویل چې نن يي کوشش وکړ د هوایي ډزو په کولو د چاودنې اصلي طراح چې د سوریې دی، ونیسي، خو د لاسه يي ووت.

د شرقي المان د زاکسن ایالتي پولیسو وویل دوه تنه مشکوک کسان چې د شنبې په ورځ د کمنیتز ښار کې نیول شوي وو، بیرته خوشی کړل شوو خو د دریم نیول شوي شخص نه لاهم تحقیق کیږي چې کیدی شي د بم ایښودلو په پلان کې یي همکاري کړې اوسي.

پولیس د هغه اپارتمان مخې ته ثبوته لټوي چې مشکوک ترهګر په کرایه نیولې و
پولیس د هغه اپارتمان مخې ته ثبوته لټوي چې مشکوک ترهګر په کرایه نیولې و

په عینی وخت کې نن یکشنبې ځنی سیمه ایزه خلکو ته اجازه ورکړل شوه چې خپلو کورونو ته ستانه شي، خو سخت امنیتي تدابیر ورته نیول شوي وو. او د اصلي طراح ۲۲ کلن جابرالبکر چې د سوریې د دمشق اوسیدونکی ګڼل شوی، د نیولو کوشش دوام لري.

اصلي طراح د هغه اپارتمان اصلي کرایه کوونکی دی چې پولیس يي په لټه کې دي.

پولیس وایي نیول شوی مشکوک شخص د اصلي طراح البکر وطندار دی، خو پدې اړه د اسوشیتیدپرس اژانس ته په مرکه کې زیات جزیات ندي ورکړلي.

د پولیسو دغه افسر چې برنهارت نومیږي، هغه راپورونه يي تائید کړل چې البکر د هغو ۸۹۰ زره مهاجرینو په ډله کې جرمني ته ننوتی چې په ۲۰۱۵ کال کې راغلل او پناه اخستل یي قبول شو.

پولیس وایي د چاودلي بم د موادو په اړه څیړنه کوي چې معلوم کړي دا خو به د تیرکال نومبر میاشت کې د پاریس د چاودنې او د مارچ په دوه ویشتمه د بروکسل د بریدونو د بمي موادو په شان جوړ شوی بم نه و؟

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG