د لاس رسي وړ اتصالات

دوستم، خلیلي او سیاف د برېښنا شرکت پورونه نه دي ورکړي


د افغانستان د بریښنا شرکت د خپلو درې اویا پوروړو د نومونو یو لیست په کابل کې خپور کړ
د افغانستان د بریښنا شرکت د خپلو درې اویا پوروړو د نومونو یو لیست په کابل کې خپور کړ

د افغانستان د بریښنا شرکت چارواکو د دوشنبې په ورځ د خپلو ۷۳ پوروړو د نومونو یو لیست خپور کړ چې په کې د افغان حکومت برحال او د پخواني لوړپوړو چارواکو د نومونو سربیره د ملي شورا د یو شمیر غړو او زورواکو نومونه هم شامل دي.

د بریښنا شرکت د پوروړیو په دغه لیست کې چې د ولسمشر غني لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم، د پخواني ولسمشر کرزي دویم مرستیال محمد کریم خلیلي او مخور جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف شامل دي.

پورونه د یو میلیون افغانیو څخه تر دیرش میلیونو افغانیو پوررې دي.

د بریښنا د شرکت ویاند وحید الله توحیدي وویل "د کابل د بریښنا د شرکت له خوا کوم لیست تاسو سره شریک کیږي، د هغو دایمي پوروړو لیست دی، چې د پرله پسې مکتوبونو، ناستو، د احوال د لیږلو سره سره د خبرو لپاره وخت نه دی ورکړی، که تخنیکي کارکوونکي ورغلي چې مزي یې پرېکړې، مخه یې نیولې او که یې پرېکړې بېرته یې نښلولي دي. "

دغه شرکت وایي چې یوازې په کابل کې د دولتي ادارو په ګډون یو شمیر کسان چې سوداګریزې ادارې او شخصي موسسې هم په کې شاملې دي له دغه شرکت څخه څه باندې درې ملیارده او درې سوه پنځه لس میلیونه افغانۍ پوروړي دي.

په دې پیسو کې ۱،۶ ملیارده افغانۍ دولتي ادارې پوروړي دي، چې د حکومت له خوا د یوې کړنلارې له مخې به د دغو ادارو څخه ژر واخیستل شي او پاتې نورې پیسې په اشخاصو او سوداګریزو موسسو باندې پور دي چې ۷۸۳ میلونه یې په سوداګریزو ادارو او ۹۴۷ میلیونه نورې یې په اشخاصو باندې پور دي.

د کابل د بریښنا رئیس محب الرحمان مهمند خبریالانو ته وویل چې له دغو پیسو ۷۰۰ میلیونه یې په هغو کسانو باندې پور دي چې اصلآ د خپل پور پرې کولو ته چمتو نه دي.

د بریښنا شرکت په دغه لیست کې جنرال عبدالرشید دوستم ، محمد کریم خلیلي، استاد سیاف او د ملي شورا په دریو غړو باندې د پور اندازه څلورڅلویښت میلیونو افغانیو ته رسیږي.

د بریښنا شرکت وایي، چې ډیر ځله چې تخنیکي کارکوونکي یې د یو شمیر پوروړو د بریښنا د مزو د پرې کیدو لپاره استولي د زورواکو له خوا وهل او ډبول شوي او بیرته شړل شوي دي.

ښاغلي توحیدي وویل " متاسفانه باید ووایو چې وروسته له هغې چې مونږ او تاسولاړو او مزي مو پرې کړل یا خو په زور بیرته مزي نښلول شوي او یاهم که چیرې زمونو تخنیکي کارکوونکی تلی وهل او ډبول شوی دی ".

په اوس وخت کې په ټول افغانستان کې تر دیارلس سوه میګا واټو پورې بریښنا شته چې تر ۸۰ فیصدو پورې یې له ایران او د منځنۍ اسیا د دریو ګاونډیو تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه دغه هیواد ته واردیږي.

بریښنا شرکت چارواکي وایي، چې کابل په څلورویشت ساعتونو کې شاوخوا څلور سوه میګاواټه بریښنا ته اړتیا لري، تر درې سوه میګاواټو پورې د منځنۍاسیا د هیوادونو څخه دغه ښار ته راوړل کیږي او پاتې بریښنا په کور دننه منابعو څخه چې د سروبې او ماهیپر بریښنا هم په کې شامله ده پوره کیږي.

د بریښنا شرکت چارواکي وايي په تیرو پنځه کلونو کې د کابل نفوس زیات شوی خو د بریښنا په ظرفیت کې زیاتوالی نه دی راغلی.

د همدې له امله د بریشنا شرکت چارواکو نن خبریالانو سره د خبرو پر وخت د کابل ښاریانو ته خبرداری ورکړ چې د ژمي په موسم کې د بریښنا په مصرف کې د اختیاط څخه کارواخلي او که نه نو دا شرکت به اړ شي چې په وقفوي ډول د کابل په ښار کې په خلکو بریښنا وویشي.

XS
SM
MD
LG