د لاس رسي وړ اتصالات

اسټرالیا د عفوې د نړیوال سازمان تورونه رد کړیدي


د اسټرالیا حکومت د عفوې نړیوال سازمان هغه تورونه رد کړیدي چې گني دوي اسټرالیا ته راغلي مهاجرین په داسې یوه جزیره کې بند ساتلي چرته چې شرایط ډېر سخت او تراخه دي. د عفوې نړیوال سازمان په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې اسټرالیا د نارو په جزیره کې چې کوم مهاجرین ساتلي ،هغو کې ځینو د بې سرنوشته ژوند له کبله د ځان وژنې هڅې هم کړیدي.

دغه راپور چې نارو په جزیره کې د میشتو مهاجرینو حال پکې بیان شویدی,تازه خپور شوی
دغه راپور چې نارو په جزیره کې د میشتو مهاجرینو حال پکې بیان شویدی,تازه خپور شوی

ایمنیسټي انټرنیشنل یا د عفوې نړیوال سازمان وايي چې د نارو په وړه جزیره کې د اندازې نه زیات مهاجرین ساتل هم د غفلت او ظلم یوه څرگنده بیلگه ده.

دغه راپور چې نارو په جزیره کې د میشتو مهاجرینو حال پکې بیان شویدی، په کې په اسټرالیا دا تور لگیدلی دی چې د ځوانانو مهاجرینو دپاره ېې مصون شرایط نه دي برابر کړي، ماشومانو ته مکتبونه نشته او د کمکیو ماشومانو د حقوقو نه سختې سړغرونې هم شویدي.

د نارو د جزیرې د بند نه خوشې شوي قریب اووه نیم سوه مهاجرین چې زیاتره ېې د ایران او افغانستان نه ورغلي دي، دا وخت دوي د دې جزیزې د لسو زرو محلي خلکو سره ژوند تیروي.د دې باوجود چې د دوي د پناه اخیستو عریضې قبولې شوې هم دي، خو بیا هم د عفوې نړیوال سازمان وايی چې دغه مهاجرین اوس هم ډیرو سختو شرايطو کې ژوند کوي او د طبي اسانتیاو نه بې برخې دي.

د عفوې نړیوال سازمان وايي د نارو په جزیره کې د اندازې نه زیات مهاجرین ساتل ستر غفلت او ظلم دی
د عفوې نړیوال سازمان وايي د نارو په جزیره کې د اندازې نه زیات مهاجرین ساتل ستر غفلت او ظلم دی

د عفوې د نړیوال سازمان دا راپور انا نیستیت لیکلی ،هغه وايي چې د نارو په جزیره کې ژوند د زغم وړ نه دی.هغه وايي «زه فکر نه کوم چې ما بل چرته داسې زهني ناراحتي لیدلي وي، لکه څنگه مې چې په نارو کې ولیده. د دې خلکو د دې بد حالت دپاره هیڅ دلیل نه لیدل کیږي. دوي د جگړې په ډگر کې نه اوسیږي، دوي د جگړو نه را تښتیدلي، خو بیا هم داسې حالت کې پراته دی چې هره ورځ ېې سپکاوی کیږي او زوریږي.

د عفوې نړیوال سازمان د دغو مهاجرینو سره چلند د شکنجې په توگه یاد کړیدی خو د اسټرالیا دولت دغه تور رد کړیدي.

د اسټرالیا په پایتخت کینبرا کې یوه رسمي غونډه کې د اسټرالیا د مهاجرت د ادارې مشر مایک پزیلو د سیاستمدرانو د پوښتنو په ځواب کې ویلي چې موږ دا تورونه نه منو.هغه وايي «دا کومې خبرې چې راپور کې راغلي ،هغه د منلو نه دي. دا تورونه څه نوي هم نه دي. داسې راپورونه پخوا هم راغلی و او د دولت د استازي په توگه او د مهاجرینو د ریاست د مشر په توگه ېې په سختۍ سره ردوم. ځکه چې موږ هېڅکله هم نړیوال قوانین د پښو لاندې کړي نه دي.

د اسټرالیا په پایتخت کینبرا کې خلک د مهاجرینو په ملاتړ کې راوتي
د اسټرالیا په پایتخت کینبرا کې خلک د مهاجرینو په ملاتړ کې راوتي

د اسټرالیا د مهاجرت د قانون په اساس هر هغه پناه غوښتونکی چې د اوبو د لارې اسټرالیا ته رسیدل غواړي.، هغه د نارو جزیره کې جوړ شوي مهاجر کمپ یا د پپاو نیو گني د مانوس جزیرې ته استول کیږي او اسټرالیا کې د قانوني مهاجر په توگه نه منل کیږي. د اسټرالیا حکومت وايي چې دوي دا پالیسي د هغو خلکو د ژوند د ژغورولو دپاره تیاره کړیده چې د اندونیزیا نه د اوبو د سخت مزل دلارې استړالیا ته راتلل غواړي.

خو د دې پالیسۍ مخالفین بیا وايي چې دا ډېر غیر انساني پالیسي ده او د هغو خلکو هیلې وژني چې د جنگ او نورو مشکلاتو دلاسه وطن پریښودو ته اړ کیږی. د دې کال په سر کې د پپاو نیو گني محکمې د مانوس په جزیره کې د مهاجرینو کمپ غېر قانوني بللی و او د بندولو امر ېې ورکړې و، احتمال دی چې دې راتلونکو څو میاشتو کې دا مانوس کمپ وتړل شي.

XS
SM
MD
LG