د لاس رسي وړ اتصالات

فضل کریم:گڼې غیر دولتي رسنۍ د مالي کړکیچ سره مخ دي


د شمشاد د نړیوالې تلویزوني شبکې مشر او موسېس حاجي فضل کریم فضل وايي یوه لسیزه مخکې چې کله د رسنیو بازار گرم شو، ځینو خلکو ډیر افراط وکړ او تلویزوني شبکې ،ورځپاڼې او راډیو چینلونه ېې پیل کړل. معیار او مسلکي توب ېې نظر کې ونه ساته او یوازې د بهرنیو مرستو د ترلاسه کولو دپاره ېې بې ضرورته رسنۍ بازار ته را وویستې. هغه وايي چې اوس داسې وخت راغلی چې یو شمیر رسنۍ ځان نشي تمویلولی ، د مالي مشکل سره مخ دي او د بندیدو احتمال ېې هم شته.

حاجي فضل کریم چې واشنگټن ډي سي ته په یو رسمي سفر راغلی د امریکا غږ آشنا راډیو سره مرکه کې د افغانستان د رسنیو په اوسني او راتلونکی حالت د خبرو په وخت وویل چې رسنۍ د مالي مشکلاتو سره سره د نورو ستونزو او گواښونو سره هم مخ دي او یوه مسلکي او باوري خبري رسنۍ فعاله ساتل ډیر ستونزمن کار گرځیدلی.

نوموړي دا هم وویل چې د یوې رسنۍ بې مسولیته کړنه یا خبر نشرول د ټولو رسنیو په ضرر تمامیږي ،نو باید چې افغاني رسنۍ خپل بازار د پراخولو دپاره بې اساسه او بې مسولیت خپرونو نه ډډه وکړي او خبریالان د مشکل سره مخ نکړي.

حاجي فضل کریم افغانستان کې خبریالانو د ژوند مصونیت په اړه وویل چې خبري شبکې د خپل خبریال د ژوند دپاره د څه کولو توان نه لري،ځکه چې افغانستان د جنگ په حالت کې دی او د ټولو وگړو ژوند د یو ډول گواښ سره مخ دی، چې هغې کې خبریالان هم شامل دي. هغه وویل چې خبریالان باید د خبرونو راټولولو او خپرولو په وخت کې د لازم احتیاط نه کار واخلي او خپل مسولیت په دیانت او امانت سره ترسره کړي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:08:41 0:00

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG