د لاس رسي وړ اتصالات

شینواری: ۳،۵میلونه ماشومان له تعلیم څخه محروم دي


د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت چارواکي وايي د دوئ د اټکل له مخې بايد دولس ميليونه ماشومان زده کړو ته لاسرسې ولري خو دا مهال ٩،٣ميليونه ښوونځيو ته ځي او پاتې نږدی دری نيم ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي.

د ښوونې روزنې د وزارت مرستيال ابراهيم شينواري اشنا راډيو ته وويل :

نا امني،په زده کړو کې د نجونواو هلکانو تر منځ توپير ، جغرافيای موقيعت او ځينې نورو دلايلو پر اساس دري نيم ميليونه ماشومان له زده کړو پاتې دي.

ښاغلي شينواري زياته کړه ، د دايمي نا امنه سيمو د تړلو ښوونځيو لپاره د بديل پرهغو لارو چارو کار کوي چې قومي متنفذين، سپين ږيري، د سیمي مشران او خيريه موسسې به پکې څرگند رول ولري ،د ښځينه ښوونکو زياتوالې ، کورني ښوونځي او چټکو زده کړو پروگرام ته زمينه برابرول د تړلو ښوونځيو لپاره د بديل بيلگې دی.

د ښوونې او روزنې د وزارت دغه چارواکي په وينا معارف وزارت دا مهال په داسې پاليسۍ کار کوي چې د هيواد د شرايطو سره سم د معارف په برخه کې به ټولو اړتياوو ته ځواب ووايي.

د ښوونې او روزنې وزارت مرستيال ابراهيم شينواري سره نوشابې اشنا مرکه کړې دلته يي اوريدلائ شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:06 0:00

XS
SM
MD
LG