د لاس رسي وړ اتصالات

ولې د امريکا ټاکنې د نړۍ لپاره مهمې دي؟


د اټکل له مخې نن به شاو خوا ٧٠فيصده په شرايطو برابر امريکايان دخپلې خوښې نو ماند ته رايه ورکړي
د اټکل له مخې نن به شاو خوا ٧٠فيصده په شرايطو برابر امريکايان دخپلې خوښې نو ماند ته رايه ورکړي

که امریکایانو ته د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې کورني مسایل ډير اهمیت لري نو د نړۍ په ډیرو هيوادونو کې بیا د امريکا بهرنۍ تګلاره او له راتلونکي امریکايي حکومت سره اړیکې د چارواکو او خلکو لپاره ډیر اهمیت لري.

د پخواني شوروي اتحاد تر ړنګیدو وروسته، امریکا ته د نړۍ د یوازني ځبرځواک یا ابرقدرت په سترګه کتل کیږي. امریکا هم له منځني ختیځ نه نیولې تر افغانستان پوري د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې ځواکمن پوځي، سیاسي او اقتصادي شتون لري.

د چارو د پوهان او د حالاتو څيړونکي نړۍ ته د امريکا د ټاکنو د اهميت په باب بيلابيل نظریات لري او وايی د نړۍ ډيرو هيوادونو سره په جدي مسايلو کې د امريکا ښکيلتيا دې سبب شوې چې نړۍ ته د امريکا ټاکنې او د راتلو نکي مشرتابه پاليسي مهمه او د پام وړ وگرځي.

څيړونکې عبدالغفور ليوال اشنا راډیو ته وويل، (امريکا د نړۍپه يو شمير سيمو کې د جدي ننگونو سره مخ ده چې دغه تقابل په منځني ختيځ کې د روسانو سره د سوريی مسئله ، عراق کې د داعش ، له ترکيي سره د همدې قضاياو تړاو،د پاکستان په اړه د امريکا سياست د بدلیدو په حال کې دی ، د چين سره هم مهم مسايل مطرح دي، او د افغانستان مسايل هم د امريکا لپاره خپل ارزښت لري نوځکه يې ټاکنې د سيمې او نړۍ لپاره مهمې دي ).

نړۍ ته د امريکا د ټاکنواهميت د مختلفو دلايلو پر بنسټ ارزول کيږي.

په مسکو کې ميشت افغان ، سیاسي مبصر ډاکتر شیر حسن اشنا راډيو ته وويل د (امريکا مشرتابه او قدرت پوری د نړۍ ډير مهم مسايل تړلي دي ، روسيي ته هم په جدي توگه دامريکا ټاکنې او دا چې څوک به گټونکې شي د اهميت وړ دی ځکه هر کانديد د روسيي په وړاندې بيلابيل نظريات او دريځونه لري نو د نړۍ د سترهيواد په توگه يی ټوله نړۍ ټاکنې څاري او ورته مهمې دي).

سره له دی چې د امريکا جمهوري رياست لپاره دواړه نوماندانو په مبارزو او مناظرو کې يو پربل تورونه لگول او يوبل يی د سپينې مانۍ لپاره وړ شخصيتونه نه بلل خو که هر يو د ټاکنو گټونکې شي نړيوال او هيوادونه ورڅخه بيلا بيلې تمې لري.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد ودير ساپې وايي ( دا مهال نړۍ په مختلفو قطبونو او جهتونو تقسيم شوې او سالمه رهبري غواړي، امريکا څخه د يو لوئ ابر قدرت په توگه د نړۍ د هيوادونو هيله داده چې نوې اداره بايد د نړۍ وضع کنترول او د سولې په گټه يي اداره کړي. نو همدې توقعاتو ته په کتو ويلاې شو چې د نړۍ ډيرو هيوادونو ته د امريکا ټاکنې مهمې او د اهميت وړدي).

نړۍ ته د امريکا د ټاکنو د ټول اهميت او د خکو د توقعاتو سره سره ځينې انديښنې هم پد ې هکله شتون لري .

په لندن کې د افغانسان د مطالعاتي مرکز مشر ډاکتر صلاح الدين سعيدي وايی (د دواړو نوماندانو ځينې نظرياتاو په شدت د ځينو اصولو څخه سر غړونې خلک او نړۍ په تشويش کې کړې چې گواکې په نړۍ به جنگونه زيات شي چې دی تشويش هم نړۍ ته د امريکا ټاکنې مهمې کړي ).

سعيدي زياتوي د دې تشويشونو با وجود له دی بايد سترگې پټې نشي چې امريکا دلويې د مکراسۍ لرونکې ستر هيواد دی چې د د مکراسۍ د تجربې تر لاسه کولو په خاطرهم د نړۍ لپاره ددی هيواد ټاکنې د اهميت وړدي .

دا بحثونه او تبصرې په داسې حال کې کيږي چې سه شنبې د نومبر اتمهد امریکا په ۵۰ ایالتونو او د واشنګټن ډي سي په ښار کې د امریکا پر مهال د سهار د شپږو او اوو بجو ترمنځ د رایو مرکزونه پرانیستل کیږي او د ماښام په اوو/اتو بجو تړل کیږي. ټاکل شوې چې د ایوا او شمالي دکوتا په ایالتونو کې به د رایو مرکزونه د شپې تر نهو بجو پرانیستي وي. لومړنی مرکز به د امریکا پر مهال د ماښام په شپږو بجو بند شي.

XS
SM
MD
LG