د تېرو کلنو په شان سږ کال هم د امریکا په فلوریډا ایالت کې د کرکټ یو شل اوریز ټورنامنټ ترسره کیږي. د یو ایس اوپن کرکټ په نوم دا ټورنامنټ چې دامریکا دکرکټ د شورا لخوا تنظیم شویدی، د امریکايي او نړیوالو لوبغاړو په گډون به پکې شپاړلس ټیمونه برخه اخلي. دا ځل پکې خاص خبر دا ده چې د المصافي په نوم یو ټیم هم برخه اخلي چې ټول لوبغاړي ېې د افغانستان د ملي ټیم غړي دي او په لومړي ځل به د افغانستان کرکټ د ملي ټیم دومره زیات لوبغاړي کرکټ دپاره امریکا ته راځي.
د افغانستان د کرکټ بورډ سرپرست عمومي ریس عزیزالله فضلي امریکا غږ ته ویلي چې دې لوبغاړ کې نجیب ځدران، نجیب ترکۍ ،آفتاب عالم، نورالحق ملکزی، فرید ملک،گلبدین نایب،افسرځای،شبیرنوري، ناصر جمال او نور لوبغاړي شامل دي ،چې د نومبر په یوشتمه به امریکا ته رارسیږي.
هغه دا هم وویل چې دغو لوبو کې د پاکستان ویسټ انډیز،جنوبي افریقه،سري لنکا او نورو ملکونو مشهور لوبغاړي هم برخه اخلي او د افغانستان لوبغاړي به دریو سیالیو کې د گډون اخیستو سره سره د امریکا ولس ته د افغانستان نه راوړی د سولې پیغام هم رسوي.
تېر کال هم د افغانستان شپږ لوبغاړو په دې ټورنامنټ کې گډون کړی و.خو دا ځل د افغان لوبغاړی زیات شمېر کې راتلل د دې ټورنامنټ ارزښت نور هم زیاتوي.