د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان لوبغاړو ټیم د امریکا د کرکټ سیالیو سیمي فاینل کې


نن د امریکا د فلوریډا ایالت په کرکټ میدان کې د افغان لوبغاړو په ګډون د المصافي ټیم د هیوسټن ایالتي ټیم سره مخامخ کیږي.لوبه د فلوریډا په وخت نهه نیمې پیلیږي


افغان المصافي د سیالیو په کوارټر فاینل کې بیګا د میامي نهنګانو ټیم ته ماتې ورکړه
یو ایس اوپن کرکټ د سږ کال سیالیو کې د امریکا د مختلفو ایالتونو او نورو هیوادونو نه راغلو شپاړلس ټيمونو ګډون کړی چې نن ېې ورورستۍ ورځ ده.

افغان المصافي ټیم چې د انجینر هارون په نوم د یو افغان تجار لخوا تمویل شوی ،سږ کال د افغانستان د ملي ټیم یولسو نه زیات لوبغاړي پکې امریکا ته لوبو ته راوستل شویدي.

د المصافي ټيم کې د افغانستان مشهور کرکټ لوبغاړي شامل دي
د المصافي ټيم کې د افغانستان مشهور کرکټ لوبغاړي شامل دي

د المصافي د ټيم غړی نور الحق ملکزی وايي چې موږ تیر کال شپږ لوبغاړي راغلي وو خو سږ کال د پوره قوت سره مو مکمل ټیم راغلی او انشاالله چې دا ځل به یو ایس اوپن کرکټ ټورنامنټ ګټو.

دلته امریکا کې د کرکټ مبصرین د افغان لوبغاړو نجیب ترکي یمین احمدزي او شرف الدین اشرف بالنګ او د نجیب ترکي ،حشمت شهیدي او جاوید احمدي د بیټینګ ستاینه کوي.
د ټورنامنټ ګټونکی ټيم به یو لک ډالره انعام هم اخلي

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG