د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ: طالبان ورانکاري دي، د ټولګټو پروژو ملاتړ نکوي


طالبانو د افغان او ترکمنستان تر منځ د اورګاډي د پټلۍ له پرانیستلو یوه ورځ وروسته دا اعلامیه خپره کړې ده
طالبانو د افغان او ترکمنستان تر منځ د اورګاډي د پټلۍ له پرانیستلو یوه ورځ وروسته دا اعلامیه خپره کړې ده

طالبانو ویلي چې د ملي پروژو سره هیڅ مخالفت نلري خو افغان حکومت وايي طالبان هره ورځ افغانانو ته بیشمېره مالي او ځاني زیانونه اړوي.

وسله والو طالبانو په یوې نادرې اعلامیې کې ویلې چې په افغانستان کې د ټولو پرمختایي پروژو مخالفت نکوي او آن هڅه کوي چې د دغه راز پرژو امنیت برابر کړي.

طالبانو د افغان او ترکمنستان تر منځ د اورګاډي د پټلۍ له پرانیستلو یوه ورځ وروسته دا اعلامیه خپره کړې ده.

د طالبانو له ادرسه رسنیو ته په یوې استول شوې اعلامیه کې ویل شوي "د ټولو ملي پروژو چې د ولس په ګټه وي او د هیواد د پرمختګ، د ولس د ښیرازي او سوکالۍ سبب ګرځي نه دا چې ملاتړ کوي بلکې ساتنې ته یې هم ژمن دی".

طالبانو په خپلې اعلامیې کې په ځانګړي توګه د "ټاپي پروژه، کاسا۱۰۰۰، د مس عینک پروژه، مواصلاتي لارې، د ریل پټلۍ، د برق او کرنې ستر بندونه، " یاد کړي دي.

له مس عینک پرته، دا نورې ټولې هغه پروژې دي چې په دې وروستیو دوو کلونو کې پرانیستل شوي او د سیمې په کچه لویې پروژې یادیږي چې د برېښنا له پروژې به یې پاکستان هم ګټه واخلي.

افغانستان چې سمندر ته لار نلري، د اورګاډو د پټلۍ ځکه ورته ډېره مهمه بلل کیږي چې دا هېواد له سیمي او نړۍ سره نښلوي چې لویه لاس ته راوړنه یادیږي.

د حکومت غبرګون

په همدې لړ کې د افغانستان د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي امریکا غږ اشنا ته وویل چې طالبانو په تيرو څو میاشتو په ۱۱ ولایتونو کې پر سلګونو ښوونځيو، پلچکونو، لویې لارو او دا ډول نورو ټولګټو ځایونو بریدونه کړي او "دوه میلیارده افغانۍ زیان یې اړولی دی".

نوموړي وویل افغان حکومت تمه کوي چې وویني طالبان خپله خبره څومره عملي کوي.

دا د طالبانو له لوري یو بېساری ګام بلل کیږي، تر دې وړاندې طالبانو پر ښوونځیو، سړکونو، پروژو او دا ډول نورو ټولګټو پروژو باندې په بریدونو تورن شوي وو.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغانانو د طالبانو دا اعلامیه حیرانوونکې بللې او ویلي يې چې هغوی په افغانستان کې په ډېرو ټولګټو پروژو بریدونه کړي دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG