د لاس رسي وړ اتصالات

بد امنیو نیم ملیون زده کونکي له زده کړو بی برخې کړي


د تړلو ښوونځيو په اړه د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق، یونیسف، هم اندېښنه ښيي
د تړلو ښوونځيو په اړه د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق، یونیسف، هم اندېښنه ښيي

د پوهنی وزارت د بندو ښوونځیو شمیر تر زرو هم زیات ښیي او وایي شاوخوا نیم ملیون زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.

په کندز، هلمند، ارزګان، ننګرهار او نورو ولایتونو کې د پرلپسې بریدونو او جګړو له امله سږ کال د بندو ښوونځيو شمیر د تیر کال په پرتله زیات شوی او په ټوله کې د پوهنی د وزارت په ويناء تر زرو زیات ښوونځي په لنډه مهاله او اوږدمهاله توګه تړلي وو.

د پوهنې وزارت وايي، سږ کال د ۶۰۰ نه تر ۷۰۰ پورې ښوونځي چې دایمي بند دي تړلي وو.

د پوهنې وزارت د نشراتو رئیس محمد کبیر حقمل وايي، د سږني کال تر نیمايي پورې د تړلو ښوونځيو شمیره لوړه وه.هغه وویل، «په یوه هفته کې مونږ په کندز کې تر دوه سوو ډیر تړلی ښوونځی مونږ درلودل، په ارزگان کې تر یو سلو دیرشوډیر ښوونځي، او په جلال آباد کې په دوامداره توگه تر څلور ویشتو پورې ښوونځي بند پراته دی.»

په سږني کال کې د ناامنیو له امله د تړلو ښوونځيو په ډېرېدو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یونیسف هم اندېښنه ښيي.

یونیسف وايي، ددغو تړلو ښوونځيو له امله تر اویا سلنې انجونې له زده کړو بې برخې دي. په افغانستان کې د یونیسف ویاند عزیز فروتن وايي، دا وضعیت د اندېښنې وړ دی.

هغه زیاته کړه چې، «مونږ حالت پرتله کوو، په افغانستان کې تاوتریخوالی ورځ تر بلې زیاتیږي او چې جنگ جگړې او تاوتریخوالی وي نو هلته ماشومان نشي کولای چې مکتب ته لاړ شي. او دغی ستونزی مونږ اندېښمن کړي یو.»

کورنیو چارو وزارت وايي، په جګړو کې ښوونځي تړل شوي، سوزول شوي او پړه د دولت په مخالفینو اچوي، خو تعهد ښيي، چې د ښوونځي بیا پرانیستل ته به کار کوي.

ددی وزارت ویاند د معارف وزارت سره د گډ کار په اړه داسې وویل، « معارف وزارت سره به کار کوو څو دا تشویشونه په جنگ ځپلو او نا امنو سیمو کې رفع شي. کوششونه به تر سره شي. نو د خلکو همکارۍ ته ضرورت شته»

په افغانستان کې درې نیم ملیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي، نیم ملیون پکې د تړلو ښوونځیو له امله. د پوهنې د وزارت په ويناء د نهو نه تر لسو ملیونو ماشومان په ښوونځيو کې په زده کړو بوخت دي، خو دې وزارت ته د پوهنې په وده کې لوی خنډ ناامني ده.

XS
SM
MD
LG