د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: طالبان نشو ماتولای؛ تاوتریخوالی نشو ختمولای


د متحدو ایالتونو جمهور رئیس، بارک اوباما د امریکا د ملي امنیت په اړه خپله وروستۍ وینا وکړه.

د فلوریډا ایالت په یوې پوځې اډې کې زرګونو سرتیرو ته په خطاب کې، جمهور رئیس اوباما وویل چې په افغانستان کې وضعیت لاهم ښه نه دی.

اوباما، افغانستان کې تیرو څو لسیزو ناخوالو ته په اشارې وویل چې جګړه د افغانانو د ژوند په یوې برخې بدله شوې ده.

هغه وویل: "امریکا نشي کولی چې طالبان او یا په هغه هیواد [افغانستان] کې تاوتریخوالی ختم کړي. خو هغه څه چې مونږ یې کولی شو د القاعدې شبکې د خوندي ځایونو ختمول دي او مونږ د افغانانو ملاتړ کولی شو چې غواړي ښه راتلونکی ولري."

که څه هم چې جمهور رئیس اوباما په افغانستان کې د روانو تاوتریخوالو له منځه وړل د امریکا دنده نه بولي خو یادونه کوي چې حکومت به یې د افغانستان له دولت څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.

جمهور رئیس اوباما د ترهګرۍ پر خلاف جګړه کې د خپل حکومت پر لاسته راوړنو خبرې وکړې. د نوموړي په وینا ځواکونو یې داعش کمزوری کړی او ورسره یې د القاعدې مشر، اسامه بن لادن وژلی دی.

اوباما وویل یادې لاسته راوړنې لدې پرته چې مسلمانان شکنجه شي او یا هم له ترهګرۍ سره اړیکه ورکړل شي، یقیني شوي دي.

جمهور رئیس اوباما وایې: "پدې توګه موږ کولې شو هر هغه ځای کې چې کړکیچ رامنځ ته کیږي، مخه یې ونیسو او له جګړې وروسته، سوله یقیني کړو. مونږ کولې شوو چې د ترهګرو په لومو کې د خلکو د لویدو مخه ونیسو، دا ځکه چې ماشومان به ښوونځيو ته ځي او د خپل ځان په اړه به فکر کوي او کورنۍ به یې هغوي ته د یوې مړې ډودۍ د موندلو توان به ولري."

XS
SM
MD
LG