د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال نیم میلیون افغانان بې ځایه شوي دي


 د ٢٠١٣ کال په پرتله څلور برابره خلک بې ځایه شوي دي
د ٢٠١٣ کال په پرتله څلور برابره خلک بې ځایه شوي دي

ملگري ملتونه وایي په روان ٢٠١٦ کال کې نیم میلیون یعني پنځه سوه زره افغانان د بې امنۍ امله له خپلو کلیو، د امن سیمو ته کوچیدلي دي.

د ٢٠١٣ کال په پرتله دا شمیر څلور چنده زیات دی.

ډانیل مویلن، د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د ادارې ویانده وایي، «ورځ په ورځ د داسي بې ځایه شویو کورنیو شمیر ډیریږي چې چې بیرته خپلو کورونو ته نه شي تللی. په میاشتو میاشتو او حتی کلونو له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.»

د کابل په ختیځ کې دې کمپ ته له بې امنو ولسوالیو څخه شپږ سوه کورنۍ راغلې دي. د ژوند ډېرې اسانتیاوې نلري، څو ورځې وړاندې د څښاک د اوبو څاگانې وموندلې، خو ښوونځی او کلینیک اوس هم نلري.

پدې کمپ کې یوه میشته زینب د ننگرهار د پچیراگام له ولسوالۍ څخه ده چې اوس کابل ته نژدې د بې ځایه شویو په کمپ کې اوسیږي. هغه له سهاره تر ماښامه د سون لرگي او پلاستیک ټولوي.

دوی وایي پلازمینې کابل ته په دې تمه راغلي و چې د ورځني ژوند اړتیاوې به یې پوره شي، خو حکومت تر اوسه هیڅ څه هم نه دي کړي.

ډانیل مویلن زیاتوي" ددې برسیره، په افغانستان کې ډېر داسي خلک شته چې مرستو ته اړتیا لري، له ډیرو کلونو راهیسی په افغاسنتان کې داسی وضځیت نه و رامینځته شوی، نو ویلی شو چې وضیعت بحراني دی".

د ننگرهار په یو شمیر ولسوالیو کې پخوا هم د حکومت او طالبانو ترمنځ د جگړې له امله ناامني وه، د داعش له راتگ وروسته، وضعیت د زغملو نه وو.

ملگري ملتونه وايي، د افغانستان په جگړه کې په لومړي ځل په ټولو ٣۴ ولایتونو کې بې ځایه شوي خلک شته دی.

XS
SM
MD
LG