د لاس رسي وړ اتصالات

ډرون بمبارۍ کونړ کې د القاعده دری مشران وژلي دی


د امریکا دفاع وزرات یو ویاند پیټر کوک د دوشنبې په ورځ وویل چې چې د اکتوبر په ٢٣ د کونړ په ولایت کې د امریکاېې ځواکونو په هواېې برید کې د القاعدې شبکې دری مهم مشران ووژل شول.

د ښاغلي کوک په وینا په دې هواېې برید کې فاروق القطحاني چې د افغانستان په ختیځیو ولایتو کې د دغی ډلی امیر و، وژل شوي دی.

د دفاع وزارت دا هم تائید کړه چې په دغه برید کې بلال العطېبي چې د القحطاني مرستیال ؤ او عبدل واحد الجنابي چې د القاهدې د شبکي د چاودیدنکو موادو ماهر ؤ هم وژل شوي دي.

دغه دری واړه کسان په افغانستان کې دننه په ترهګریزو بریدنو او د دسیسو په جوړولو کې ښکلیل وو.

د امریکا د دفاع د وزارت په بیانېې کي راغلي دي چي د القاعدې ددغو درو واړو مشرانو وژل به د امریکا متحده ایلاتو او زموږ متحدینو ته ددغی ډلې لخوا ورپیښو د خطرونو توان په کمولو کې د پام وړ کمي رواړي. او دغه برید دا هم ثابته وي هغه کسان چې غواړي موږ ته تاوان ورسوي زموږ نه ځانونه نه شي خلاصولاې.

XS
SM
MD
LG