د لاس رسي وړ اتصالات

د اوباما څخه د کانادایۍ کورنۍ غوښتنه


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سمدستي د برمته شوي کورنۍ په اړه څه نه دې ویلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سمدستي د برمته شوي کورنۍ په اړه څه نه دې ویلي.

کیتلین کولمین جمهوررئیس اوباما او منتخب جمهوررئیس ډونلډ ټرمپ ته خواست کوي چې د هغې کورنۍ وژغوري.

هغه وایي، «دوی پيسې، قدرت او خپل ملګري غواړي. تاسو باید دغه شیان ورکړی مخکې له دې نه چې کوم پرمختګ راشي. پنځه کاله بند ډیر وخت دی او دا ښيي چې ټول اړخونه پاته راغلي. موږ کوښښ وکړ چې دوی وپوهو، خو ګټه یې و نه کړه.»

باویل او کولمین د حقانې د شبکې برمته کړي. دوی په ۲۰۱۲ کال کې د میدان وردګو په ولایت کې برمته شول. کومین هغه وخت امیندواره وه او اوس څلور کاله وروسته دوه ماشومان لري.

تر دې مخکې د اګست په میاشت کې هم د دغه کورنۍ ویډیو خپره شوې وه. په ویډیو کې دغه کورنۍ ویلي وو چې که دافغانستان حکومت د طالبانو د بندیانو اعدام کول و نه دروي، نو طالبان به دوی ووژني.

د هغه وخت نه چې دغه میړه اوماندینه برمته شوي دي، د امریکا حکومت ځو ځلې هڅې کړی چې دوی خوشي کړي خو هڅې یې نتیجه نه ده ورکړي.

د دغه کورنۍ د خوشي کیدو په بدل کې د حقانې شبکه د انس حقاني خوشي کول غواړي. انس حقاني په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان د ملي امنیت لخوا ونیول شو. د افغانستان حکومت هغه ته د مرګ سزا ورکړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سمدستي د برمته شوي کورنۍ په اړه څه نه دې ویلي.

XS
SM
MD
LG