د لاس رسي وړ اتصالات

پر ټرمپ باندې د امریکا د وتلې فلمي ستورې کلکه نیوکه


هنرمندې میریل سټریپ خپله وینا دومره سیاسي کړه چې د خبرونو سرټکي یې جوړ کړل
هنرمندې میریل سټریپ خپله وینا دومره سیاسي کړه چې د خبرونو سرټکي یې جوړ کړل

د میرمن ستریپ د انتقادي وینا موضؤع د منتخب ولسمشر ټرمپ تگلارې وي.

هنرمندې میریل سټریپ د خپلې جایزې د اخیستو پر مهال د منتخب ولسمشر ټرمپ پر تگلارو سختې نیوکې وکړې او وویل چې هغه وخت یې زړه مات شو چې یوه کاندید د کمپاین پر مهال د یوه معیوب خبریال، د بدن د نیمگړتیاوو پیښې وکړې.

میریل سټریپ چې تر اوسه یی درۍ ځلې لوړې جایزې گټلې دي، پر ترمپ باندی انتقاد داسې پیل کړ، "سږ کال یوه صحنه دومره قوي وه چې زه ورته حیرانه شوم. سیخ زما په زړ راننوتله. په دې خاطر نه چې هغه صحنه ډېره ښه وه، بلکې هغه صحنه وه چې یو کس چې غواړي د هیواد پر ټولو معتبره څوکۍ کینې، هغه د یو معیوب خبریال د بدن د نیمگړتیا پیښې وکړلې.»

د دریو اسکار جایزو اخیستونکې د ټرمپ د کمپاین هغې غونډې ته اشاره وکړله چې هغه د نیویارک ټایمز د یوه خبریال پیښې کړې وې.

میریل سټریپ ته د لایف ټایم یا د غوره هنري سابقې او ژوند جایزه ورکړل شوه.

میرمن سټریپ زیاته کړه، " د هغې صحنې پر لیدو مې زړه مات شو. او تر اوسه مې نه هیریږي. ځکه هغه فلمي صحنه نه وه، هغه د حقیقي ژوند پیښه وه. د یوه عالي مقام لخوا په عام محضر کې د یوه کمزو‏ري کس بې عزتي نورو ته همدا روحیه ورکؤي. بې احترامي زیږوي او خشونت زیږوي.»

سټریپ د ډانلډ ټرمپ نوم وانخیست خو په ټوله وینا کې یې د هغه پالیسۍ وغندلې او د هالي ووډ پر هنرمندانو یې غږ وکړ چې ددې ډول ناخوالو په مقابل کې ودریږي او د خبریالانو ملاتړ وکړي.

سټریپ د ټرمپ د کډوالو ضد تگلاره هم وغندله، او وویل چې هالي ووډ د همدې بهرنیانو له برکته پر مخ روان دی.هغی وویل، "که ټول مهاجرین وباسی، نو د فوټبال او د رزمي سپروت پرته به د کتلو بل شی نلرو. او هغه هم هنري نه دي.

خو ټرمپ نن سهار وویل چې د میریل سټریپ وینا یې نه ده اوریدلې او زیاتوي چې د هالي ووډ له لبرال فلمي کسانو څخه پرته د انتقاده د بل شي تمه هم نلري.

XS
SM
MD
LG