د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان د برمته کسانو په بدل کې خپل بندیان غواړي


امریکایي کیوئن کینګ (چپ) او آسترالیایي تئموتي ویکس (ښي) د ۲۰۱۶ کال اګست په ۷ په کابل کې لادرکه شوو.
امریکایي کیوئن کینګ (چپ) او آسترالیایي تئموتي ویکس (ښي) د ۲۰۱۶ کال اګست په ۷ په کابل کې لادرکه شوو.

کیوئن کینګ او تئموتي جان ویکس په دې ویدیویي پیغام کې د متحده ایالاتو نه غواړي چې د طالبانو سره د هغوئ د خوشې کولو خبرې وکړي. دوئ دواړه د برمته کیدلو نه مخکې د کابل په امریکن پوهنتون کې استادان وو.

دا دواړه د امریکا منتخب جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ مخاطب کوي او وایي چې طالبان غواړي د هغوئ په بدل کې د امریکا په اختیار کې د باګرام هوایي اډې او د افغان زندان پلچرخي نه د هغوئ بندیان خوشی شي.

دا هغه ویدیو ده چې طالبانو رسنیو ته آستولې ده.

امریکایي برمته شوي بندیان
please wait

No media source currently available

0:00 0:13:35 0:00

دوئ دواړه په خپلو فامیلونو ټینګار کوي چې د امریکا په حکومت فشار راوړي ترڅو دوئ د بنده خوشې کړي. کینګ او ویکس وایي پدې هیله دي چې که د امریکا حکومت د طالبانو سره د هغوئ د سرتیرو په بدل کې د دوئ د خوشی کولو مذاکرات پیل کړي.

دوئ دا اندیښنه هم څرګنده کړې چې پدې نه پوهیږي طالبان به د هغوئ د بندي ساتلو څومره زغم ولري؟ ویکس وایي دا ویدیويي غږ یي د جنورۍ په لمړۍ نیټه ثبت شوې او چې کله د خپل خوشی کیدو خبره کوي نو ژاړي.

ترپیښې څو ورځې وروسته، امریکایي ځواکونو کوشش وکړ چې دوئ له برمته کیدلو نه خوشې کړي خو دا هڅه ځکه ناکامه شوه چې دوئ د ننګرهار ولایت په هغه سیمه کې نه وو چې د ژغورنې عملیات پکې وشوو.

رسنیو ته په اعلامیه او دغه ویدیو کلیپ کې لیږلو کې، طالبانو دا تهدید هم کړې چې که بل ځل د ژغورنې عملیات وشي نو برمته کسانو ژوند به نورهم د خطر سره مخام خشي.

ددی امریکایۍ او د هغې کاناډایي میړه او دوه ماشومانو ویدیو تیرکال د دسمبر په ۱۹ خپره شوه
ددی امریکایۍ او د هغې کاناډایي میړه او دوه ماشومانو ویدیو تیرکال د دسمبر په ۱۹ خپره شوه

د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په ۱۹ طالبانو د یوې بلې بهرنۍ برمته شوې کورنۍ ویدیو هم خپره کړه چې په بند کې یي دوه زیږیدلي ماشومان هم ورسره ښکاريدل او د امریکا د حکومت نه يي غوښتنه وکړه چې د هغوئ د خوشې کولو په بدل کې د طالبانو غوښتنې ومني.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG