د لاس رسي وړ اتصالات

فعالان: پر سعودي عربستان وسلې مه پلورۍ چې ملکي خلک وژني


په صنعا کې د سعودي وران شوی فرهنګي مرکز
په صنعا کې د سعودي وران شوی فرهنګي مرکز

منتقدین د سعودي عربستان په مشرۍ پر ایتلاف تور لګوي چې په یمن کې له حوثي یاغیانو سره په جګړه کې ملکي سیمې بمباروي او په دې ډول له نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي. دا ایتلاف د متحده ایالاتو او بریتانیا له ملاتړ نه برخمن دی. ظهیر او کورنۍ یې د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په میاشت کې د یمن په مرکز صنعا کې د یو شیخ په جنازه کې برخه درلوده او په تالار کې له دوو زرو نه زیات کسان موجود وو چې جنګي الوتکو پر ودانۍ دوه توغندي وویشتل.

د ظهیر سره د "Save the Children" موسسې کمک کړې دی. هغه وایي تره يي وژغورو ځکه په برید کې د هغه مخ، لاسونه او پښې سختې سوې وې. د ظهیر کورنۍ د هغه د درملنې توان نه درلود او د دوو اونیو په موده کې ورته هیڅ طبي پاملرنه ونشوه.

خارجي ماهرین په صنعا کې د ۲۰۱۶ اکتوبر ۸ برید پلټنه کوي
خارجي ماهرین په صنعا کې د ۲۰۱۶ اکتوبر ۸ برید پلټنه کوي

د بشري حقونو د څارډله وايي چې د بمبارۍ د ځای موندنل شوي شواهد ښيي چې دغه توغندي د سعودي الوتکو له لورې ویشتل شوي وو، خو ریاض د دې پیښې مسولیت نه مني.
د سعودي په مشرۍ د پوځي یرغل هدف چې د متحده ایالاتو او بریتانیا له خوا یې ملاتړ کیږي، د ایران په ملاتړ د حوثي یاغیانو مخه نیول دي چې د صنعا د ښار کنټرول په لاس کې لري، خو منتقدین وايي له دریو بریدونو څخه يي یوهوايي برید کې ملکي ځایونه ویشتلي دي او له امله یې زرګونه کسان وژل شوي دي.

په لندن کې د وسلو د تجارت پرخلاف د کمپاین سازمان وايي چې بریتاینا د ۲۰۱۵ کال مارچ په میاشت کې د یمن د جګړې د پیل راهیسې سعودي عربستان ته د څلور اعشاریه یو میلیارډ ډالرو په ارزښت وسلې پلورلي دي. دغه اونۍ دې ډلې د بریتانیا د حکومت پر خلاف یوه قانوني دعوا پیله کړه.

کټ هابز، د وسلو د تجارت پر خلاف د همدې کمپاین غړی دی. هغه وویل "د ملګرو ملتونو د متخصصینو ډله پدې نظر ده چې ملکي خلک د سعودي هوايي ځواک له خوا د یمن په بریدونو کې په پراخه او سیستماتیک ډول په نښه کیږي. نو که د بریتانیا د صادرولو قانون کومه معنی لري، باید سعودي ته د وسلو خرڅول زرتره بند کړي"

بریتاینا وايي د صادراتو د کنټرول لپاره یو قوي سیستم لري او سعودي عربستان ته د وسلو خرڅلاو په دوامداره توګه څیړي، خو مرستندویه ډلې وايي چې دې جګړې د نړۍ یوه ستره بشري غمیزه رامنځته کړې ده.

د ماشومانو د ملاتړ د ادارې یو بل غړي فرګس ډریک امریکاغږ ته وویل شاوخوا لس میلیون ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري او نیم میلیون یې په سؤ تغذي اخته دي.

د دوئ په باور ټول لوري له نړیوالو قوانینو نه سرغړونه کوي، خو سعودي عربستان چې د بریتانیا یو مهم متحد دی، پرې وسلې پلوري او د سعودي په مشرۍ ایتلاف په یمن کې ماشومان وژني.

سعودي عربستان له دې انکار کوي چې په قصدي ډول ملکي خلک په نښه کوي. تمه کیږي چې د بریتانیا ستره محکمه به په راتلونکو څو اونیو کې د دې قضیې په اړه خپل حکم صادر کړي.

XS
SM
MD
LG