د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز لپاره د طالبانو والي ووژل شو - د کندز والي


د طالبانو قوماندان ډاکټر حسین، او قاري محمد امین هم په وژل شویو کې شامل دي.
د طالبانو قوماندان ډاکټر حسین، او قاري محمد امین هم په وژل شویو کې شامل دي.

د کندوز والي اسدالله عمرخیل د یکشنبې په ورځ وویل چې د کندوز لپاره د طالبانو والي ملا عبدالسلام د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

ښاغلي عمرخیل دا هم وویل پدغه برید کې چې د یکشنبې په ماسپښین تر سره شو، د طالبانو قوماندان ډاکټر حسین او قاري محمد امین هم ووژل شول.

اسدالله عمرخیل او د ملي امنیت چارواکیو په یو مطبوعاتي کنفرانس کې خبرې کولې چې د کشفي ادارو له خوا له سیمې څخه د ملا عبدالسلام د وژل کیدو خبر ورکړ شو.

له دې مخکې هم درې ځل د کندوز مسولینو د طالبانو د والي ملا عبدالسلام د وژل کیدو خبر ورکړی و، یو ځل یې هغه د ملا عبدالسلام د مرګ خبر خپور کړ چې په دشت ارچي کې د دوو ناپيژندل شویو کسانو له خوا د ملا عبدالسلام پر مرکز ځانمرګی شوی و.

له سیمې څخه ځینو خلکو په ټلیفوني تماس کې هم دا ځل د ملا عبدالسلام او ورسره ملګرو د وژل کیدو خبر تایید کړ.

یو تن چې د نوم له ښودلو یې ډډه کوله وویل چې برید ددوي د کور تر څنګ په هغه کور باندې شوی چې ملا عبدالسلام او ورسره ملګرو یې په ځینو مسایلو خبرې کولې.

د سیمې دغه اوسیدونکي وویل چې د بې پیلوټه الوتکې په دغه برید کې شپږ کسان وژل شوي دي.

ملا عبدالسلام په کندوز کې د طالبانو تر منځ زیات پلویان درلودل. په دې وروستیو کې اوازې هم خپرې شوې چې د طالبانو له خوا د پنځلس بر طرفه شویو والیانو له جملې څخه یو تن ملا عبدالسلام هم دی.

په تیر یو کال کې طالبانو درې ځل د کندوز پر ښار برید وکړ چې دوه ځل د کندوز ښار ته داخل شوي وو او یو ځل یې سختې جګړې افغان ځواکونو دوي په شا وتنبول.

پر کندوز کې له دریم برید وروسته ددغه ولایت خلک هم له امنیت څخه ډاډمن نه دي او وخت پر وخت په ښار او شاو خوا سیمو کې د ناامنیو شکایتونه کوي.

XS
SM
MD
LG