د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان لومړۍ شل اوریزه کې ایرلینډ ته ماتې ورکړه


د افغانستان کرکټ ملي ټیم نن د نوي ډهلي په گریټر نویډا کرکټ میدان کې د ایرلینډ سره د دریو شل اوریزو سیالیو لومړۍ سیالي درلوده. ایرلینډ په خپل لومړي نوبت کې ١٦٥ منډې جوړې کړې او افغانستان ته ېې د گټلو دپاره د یو ١٦٦ منډو هدف ورکړ.د ایرلنډ لوبغاړي تامسن ٥٦ او کپتان پورټ فیلډ ٣٩ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري محمد شهزاد ،نجیب ترکي او سمیع الله شینواري ډیره ښه لوبه وکړه او ډیر په اسانه ېې ورکړل شوی هدف په اتلسم اوور کې پور کړ. ټولو نه زیاتې منډې سمیع الله شینواري وکړې،په شپږ دیرش توپونو ېې شپږ پنځوس منډې وکړې. شهزاد ۴٧ ،نجیب ترکي ٢٧ او کپتان اصغر ستانکزي ٢٠ منډې جوړې کړې. شفیق الله شفق چې ډیره موده پس ټیم ته راستون شوی و،لوبه ېې په شپږیزه ختمه کړه.

سمیع الله شینواري د لوبې غوره لوبغاړی
سمیع الله شینواري د لوبې غوره لوبغاړی

په توپ اچونه کې نن د افغانستان سره شاهپور ځدران هم مل وه،خو هغسې نه ځلید چې انتظار ېې کیده،نور لوبغاړو محمد نبي راشد ارمان او کریم جنت هم د ایرلینډ مقابل ښه توپ اچونه ونکړه .یوازې حمزه هوتک ښه وځلید او دوه لوبغاړي ېې وسوزول.

د دې لومړۍ بریا سره د دریو شل اوریزو سیالیو په لړ کې افغانستان یو صفر مخکې دی. دویمه شل اوریزه د مارچ په لسمه د جمعې په ورځ ده.افغانستان په هند کې د ایرلینډ کوربه دی او د شل اوریزو نه علاوه پینځه یو ورځنۍ او یوه څلور ورځنۍ سیالي هم په دې میدان ورسره لري.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG