د لاس رسي وړ اتصالات

د قطر پاچا د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره ملاقات کړی


د قطر پاچا د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سره په دوحې کې ملاقات کړیدی. د ایران د بهرنیو چارو د وزیر دغه سفر د هغو هڅو برخه ده چې غواړي د عرب ټاپووزمې د هیوادونو سره خپلې اړیکې ښې کړي.

د قطر دولتي خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې پاچا شیخ تمیم بن حماد الثاني د ایران د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف سره ملاقات کړیدی. دغه دواړو مشرانو د د قطر د پاچا په ماڼۍ کې کتلي دي. د یادوني وړ ده چې قطر او ایران په گډه د گازو د منابعو کنټرول لري.

د ایران لوړپوړی وزیر دغه ملاقات یوه میاشت وروسته د هغې کوي چې د ایران ولسمشر حسن روحاني عمان او کویټ ته سفر وکړ. د ولسمشر د سفر هدف د دغې سیمې د هیوادونو سره خپلو اړیکو بیا رغول دي.

ایران چې زیاتره پکې شیعه مسلمانان ژوند کوي، د خلیج د هیوادونو د همکارۍ د شورا د شپږو غړیو هیوادونو سره اړیکي خرابي دي. سعودي عربستان په دغه شپږو هیوادونه زیات نفوذ لري.

XS
SM
MD
LG