پرون د چهار شنبې په ورځ د امریکا د هاوایي د ایالت یو فیډرالي قاضي امریکا ته د سفر کولو د بندیزونو په اړوند د ولسمشر ټرمپ د نوي اجرائیوي فرمان مخه ډب کړې ده.
د فیډرالي محکمې قاضي ډیرک واټسن د ښاغلي ټرمپ اجرائیوي فرمان په عاجل ډول ځنډولی چې امریکا ته یې د شپږو ملکونو د اتباعو په راتگ ٩٠ ورځې بندیز لگولی وو.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ په نوي اصلاح شوي اجرایي فرمان کې د شپږو اکثریت مسلمان میشته هیوادونو ایران، سوریې، لیبیا، سوډان، سومالیا او یمن وگړو ته د امریکا د ویزې ورکړه په موقتي توگه بنده شوې ده.
د هاوایي ایالت قاضي واټسن ویلي دي چې د ولسمشر ټرمپ دغه اجرائیوي فرمان د امریکا د اساسي قانون نه سرغړونه ده. هغه دا هم ویلي چې د هاوایي ایالت دغه ادعا به سمه ثابته شي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ وایي چې دغه بندیز یې د ملي امنیت د خوندیتوب لپاره لگولی.