د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ د عراق د صدراعظم سره په سپینې ماڼۍ کې لیدلي


Trump
Trump

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د عراق صدراعظم حیدر العبادي او د هغه سره ملگري هیئت ته په سپېنې ماڼۍ کې هرکلې ووایه. د عراق صدراعظم واشنگټن ته پرون د دوشنبې په ورځ د اسلامي دولت په ضد د مبارزې په موضوع د خبرو لپاره را رسیدلی.

د ملاقات په وخت کې ښاغلي ټرمپ د اسلامي دولت د ډلې په ضد د عراق د حکومت د هڅو ستاینه وکړه او هیله یې څرگنده کړه چې د عراق د شمال او ختیځ نه د داعش د ډلې د شړلو نه وروسته، په هغه سیمو کې به په پیدا شوي بحران ورسره خبري وکړي.

ښاغلي ټرمپ وویل "مونږ به د دې مسئلې حل ته لاره پیدا کړو. اصلي هدف دا دی چې مونږ د اسلامي دولت ډله څنگه ختمه کړو."

ښاغلي ټرمپ په ٢٠١١ کال کې د عراق نه د امریکایي ځواکونو د وتلو پریکړه هم وغندله.

د یادوني وړ ده چې دغه پریکړه په ٢٠٠٨ کال کې شوي وه خو د اوباما د حکومت په وخت کې یعني په ٢٠١١ کال کې د عراق حکومت د امریکا سره په خپل ملک کې د امریکایي ځواکونو د پاتي کیدو په شرائطو موافقه ونکړه چې په نتیجه کې یې د اوباما حکومت د خپلو ځواکونو د ایستلو پریکړه وکړه.

ټرمپ وویل چې اول خو مونږ باید د عراق په جنگ کې ځان نه وې ښکیل کړی، هغه بیا زیاته کړه "څرگنده خبره ده چې مونږ ته چیرته هم نه وه پکار چې د عراق نه یو خپل عسکر ایستلی وی."

ټرمپ په دی ملاقات کې د ایران د اتومي جنجالونو په موضوع هم خبري وکړی. او هم یې د ایران سره د امریکا د پخواني ولسمشربراک اوباما د اتومي وسلو په سر موافقه وغندله.

د عراق صدراعظم عبادي وویل چې د هغه حکومت د ترهگرو په خلاف ډیر قوي ځواکونه لري خو زیاته یې کړه چې په دی برخه کې د امریکا او د عراق تر منځه د لا نورې همکارۍ په تمه دی.

XS
SM
MD
LG