د لاس رسي وړ اتصالات

ممکن د موصل په حملې کې به د ائتلافي ځواکونو لاس هم وي


Mosul Iraq
Mosul Iraq

په عراق کې د امریکایي قواوو یو لوړپوړي قوماندان پرون د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې د دی امکانات شته چې د موصل په حملې کې به د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو لاس هم وي خو هغه زیاته کړه چې داسي هم ښکاري چې د اسلامي دولت ډلې به هم په دغې پیښې کې رول لوبولې وي.

په داسي حال کې چې د موصل د دغې حملې په هکله تحقیقات روان دي، د امریکا د دفاع وزارت دغه ادعاگاني په کلکه رد کړي چې گوندي امریکا په عراق کې د داعش په ضد په عملیاتو کې بدلون راولي.

د امریکا د پوځ لوړپوړي قوماندان جنرال سټیفن ټاونسینډ په کلکه د امریکا د دریځ دفاع وکړه. خو هغه دا هم ویل چې د اسلامي دولت د ډلې په ضد جگړه د موصل هغو سیمو ته خپره شویده چې هلته زیات شمیر ملکیان ژوند کوي نو کیدی شي چې مرگ ژوبله هم زیاته شي.

هغه د عراق نه په سکائپ په پینټاگان کې خبریالانو ته ویل "زما د خدمت په ٣۴ کلنه دوره کې دا تر ټولو سخته او خونړۍ جگړه ده".

خو هغه دا هم ویل چې مونږ د ملکیانو د حفاظت د پاره په خپلې ارادې کې بدلون ندې راوستی.

د عفوې نړیوالې ټولنې ویلي دي چې په موصل کې د زیات شمیر ملکیانو د وژلو نه دا څرگندیږي چې هلته په عراق کې د امریکا په مشرۍ د ائتلاف قواوې د ملکیانو د ژوند په حفاظت کې پاتي راغلي دي

XS
SM
MD
LG