د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان دوه طالبان اعدام کړي


په پاکستان کې دوه کسان چې په نظامي محکمو کې پرې د تروریزم سره په تړلو جرمونو کې د لاس لرلو الزام لګیدلی و، پرون اعدام شول.

اعدام شوي کسان د پاکستاني طالبانو غړي و. د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې هغوي په امنیتي ځواکونو، د خیریه مؤسسو په کار کوونکو او د ګوزڼ ضد د واکسین په کار کوونکو مرګاني بریدونه کړي و.

دغه کسان پرون د سه شنبې په ورځ د پنجاب ایالت د ساهیوال په ښار کې په یو زندان کې غرغره شول. د پاکستان حکومت په تیر کال کې ۸۷ کسان اعدام کړیدي.

د بښنې نړیواله مؤسسه وایي سره لدې چې پاکستان تیر کال لږ کسان اعدام کړي خو بیا هم د نړۍ د هغو هیوادونو د لیست په سر کې راځي چې زیات کسان پکې اعدامیږي.

XS
SM
MD
LG