د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ نړیوالې شورا محمد شهزاد د ممنوعه درملو په خوړلو تورن کړ


د کرکټ نړیوالې شورا نن اعلان وکړ چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبغاړی محمد شهزاد د دې شورا لخوا د منع کړل شویو درملو په استعمال د انټي ډوبنگ قانون د مادې نه یې سرغړونه کړېده.

کرکټ د نړیوالې شورا لخوا جاري شوي خبر کې راغلي چې د کال ٢٠١٧ د جنوري په اوولسمه دوبۍ کې د کرکټ د نړیواله شورا په اکاډمۍ کې د شهزاد معاینات شوي وو او هغو معایناتو نه معلومه شوی چې هغه د لوبغاړو دپاره منع شوې دوا استعمال کړې. دا معاینات د امریکا سالټ لیک سیټي ته هم استول شوي وو.

د کرکټ د نړیوالې شورا د انټي ډوبینگ کوډ یا ممنوع دوا د استعمال ضد قانوني مادې له مخې ترڅو چې ټول قانوني پروسه تکمیل شوې نه وي ،محمد شهزاد به موقتي توگه باندې د بندیز سره مخ وي

شهزاد د اپریل د ٢٦ پورې وخت لري چې د دې تور په ځواب کې عریضه وکړي او که داسې ونکړي نو بندیز به ېې لا هم زیات شي.د کرکټ نړیواله شورا وايي چې دا قضیه اوس د دوي لخوا په قانوني چوکاټ کې پرمخ وړل کیږي او حل کیدو پورې ېې په دې اړه هیڅ نظر نه ورکوي.

د پاکستان کرکټ لوبغاړي یاسر شاه د همدې سرغړونې په سر درې میاشتې بندیز تر کړی و
د پاکستان کرکټ لوبغاړي یاسر شاه د همدې سرغړونې په سر درې میاشتې بندیز تر کړی و

د کرکټ د نړیوالې شورا د قانون په اساس افغان لوبغاړی محمد شهزاد د تور د لگیدو نه پس پینځو ورځو کې دننه دا قانوني حق لري چې د هغه دویم ځلي معاینې وشي.بل گام داچې شهزاد په خپل ځان دموقتي بندیز مقابل کې دولسو ورځو کې دننه عریضه وکړي نو بیا به بندیز تر هغې نه عملي کیږي ،ترڅو په قضیې حتمي فیصله نه وي راغلې.

. خو که چرې شهزاد د دې تور او بندیز مقابل کې ددولسو ورځو دننه عریضه ونکړي نو د معنا به ېې دا وي چې دا دا تور مني او ده د ممنوع دوا د خوړولو قانوي ماده ماته کړې او د کرکټ نړیواله شورا به ورباندې مقرره بندیز ولگويَ.

د یادونې وړ ده چې د همدې قانون په ماتولو نیزدو ورځو کې د ویسټ انډیز لوبغاړی انډرې رسل د یو کال بندیز سره مخ شو او د پاکستان لوبغاړي یاسر شاه د دریو میاشتو بندیز تیر کړی او بیرته کرکټ نړیوالو لوبو ته راستون شو.

XS
SM
MD
LG