د لاس رسي وړ اتصالات

طیب اردوغان په ټولپوښتنې کې د کامیابۍ اعلان وکړ


د ترکیې ولسمشر طیب اردوغان د یکشنبې د ورځې د ټولپوښتنې د نتائجو نه وروسته وویل چې په هغې کې یې کامیابي ترلاسه کړي. اردوغان وایي چې ٢٥ ملیونو خلکو د ترکیې د پارلیماني نظام پر ځایي د داسي جمهوري نظام په طرفدارۍ پریکړه کړیده چې د جمهور رئیس قدرت او صلاحیتونه به زیات کړي. په دغه ټولپوښتنې کې د جمهوري نظام په طرفدارۍ ٥١.٥ فیصده خلکو رای ورکړي خو د هغه مخالفین وایي چې دوي په دغه ریفرنډم کې د رایو د شمارلو په جریان اعتراض لري.

تر اوسه پورې تقریبا ټولې راې شمیرل شویدي. دولتي ټلوژن ویلي چې کیدای شي د ټولو رایو د شمیرلو نه وروسته د طیب ارودغان په طرفدارۍ او مخالفت کې د رایو توپیر نور کم شي.

ولسمشر طیب اردوغان د ترکیې صدراعظم بنالي یلدریم او د ایم ایچ پي ملي گوند مشر ته ټلفون وکړ او مبارکي یې ورته ورکړه. دغه دواړه د ولسمشر د قدرت د زیاتیدو طرفداري کوي. هغوي د ولسمشر د قوله وویل چې د ټولپوښتنې نتیجه هم دا اوس څرگنده ده.

د ترکیې ولسمشر او د هغه حاکم د ای کی گوند د ټولپوښتنې د کامیابۍ لپاره ډیره سخته مبارزه کړي وه خو د ترکیې په دریو لویو ښارونو استنبول، ازمیر او انقرې کې د هو او نه تر منځ د خلکو په رایو کې چندانې زیات توپیر نشته دی.

د ترکیې صدراعظم بنالي یلدریم په انقرې کې خلکو ته په وینا کې وویل چې " نن زمونږ د دیموکراسۍ یو نوی دور پیل شو. مونږ ټول وروڼه یو، یو وجود او یو قام یو ".

د طیب ارودغان طرفداران په دغې ریفرنډم کې د کامیابۍ نه ورسته لارو کوڅو ته راوتلي او خوشحالۍ کوي.

XS
SM
MD
LG