د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال څارونکو د ترکیې ټولپوښتنه غیر شفافه بللې


نړیوالو څارونکو په ترکیې کې د یکشنبې د ورځې د ټولپوښتننې په شفافیت باندې اعتراضونه کړیدي. هغوي وایي چې په دغې ټولپوښتنې کې د 'هو' په طرفدارۍ د 'نه' په پرتله چندان زیات رایي ندي اچول شوي.

د طیب اردوغان مخالفینو ویلي دي چې هغوي دغه نتایج نه مني.

د ترکیې ولسمشر طیب اردوغان د یکشنبې د ورځې د ټولپوښتنې د نتائجو نه وروسته وویل چې کامیابي ترلاسه کړي. اردوغان وویل چې ٢٥ ملیونو خلکو د ترکیې د پارلیماني نظام پر ځایي د داسي جمهوري نظام په طرفدارۍ پریکړه کړیده چې د جمهور رئیس قدرت او واک به زیات کړي.

د اروپا د امنیت او د همکارۍ د ټولنې څارونکو په انقرې کې خبري کانفرنس ته وویل چې "هغه خلک چې په ریفرنډم کې یې د 'نه' لپاره مبارزه کوله، هغوي د ډیر خنډونو سره مخ و. هغوي نه د بیان ازادي لرله او نه یې هم مطبوعاتو ته لاس رسی ". دغې ټولنې د طیب اردوغان په حکومت دا تور هم ولگاو چې د خپلې خوښې د نتاېجو لپاره یې د حکومتي منابعو نه استفاده کړیده.

د څارونکې ټولنې (او ایس سي اي) سره کارکونکي سیزر فلورن وویل چې د ترکیې حکومت د راې اچولو لپاره د هغه صندوقونو د استعمال اجازه ورکړه چې پرې حکومتي نښې نه وې. چې دا غیر قانوني کار دی. هغه زیاته کړه "د انتخاباتو کمیسون د ریفرنډم په ورځ ناوخته د رای اچولو لپاره اصول بدل کړل چې هغې د انتخاباتو په نتایجو اثر وکړ."

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړه چې یې پکې د څارونکې ټولنې دغه رپورټ غندلی او ویلی چې هغوي سیاسي اهداف لري

XS
SM
MD
LG