تیره اونۍ د مردان د عبدلولي خان په پوهنتون کې محصلینو مذهب ته د سپکاوي په تور یو محصل مشال خان وواژه. د هغه د وژل کیدو نه وروسته د مدني ټولنې فعالینو د هغه په احترام کې غونډي جوړې کړي او د حکومت نه یې وغوښتل چې د هفه د قتل مسئولین دی د عدالت منگولو ته وسپارل شي.
په پېښور کې د بشري حقوقو فعاله ثنا اعجاز چې په پیښور کې دغه غونډې ته ورغلي وه، وایي چې په پاکستان کې د محلصلینو د لاسه دا ډول بی رحمانه قتل د دولت د تعلیمي پالیسو نتیجه ده.
پوره مرکه په لاندني لنک کې واورئ
-
نزرانه یوسفزۍ
نزرانه غفار د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.