د لاس رسي وړ اتصالات

قبایل به پوځ ته د پاکستاني طالبانو تسلیم شوی ویاند ونه بخښي


د پاکستاني طالبانو پخوانی ویاند، احسان الله احسان ځان د پاکستان پوځ ته سپارلی.
د پاکستاني طالبانو پخوانی ویاند، احسان الله احسان ځان د پاکستان پوځ ته سپارلی.

پروفیسر زبیر چې پخپله د وزیرستان دی او د پیښور په پوهنتون کې درس ورکوي، وایي چې پښتانه به د احسانالله احسان نه خپل بدل اخلي. ښاغلي زبیر امریکا غږ سره په مرکې ویلي دي چې د وزیرستان خلک خپل دښمن ډیر ښه پیژنې او هیر کړي یې ندي.

هغه همدرانګه وویل چې اوس قبایل د هغوي سره د شویو ظلمونو د بدل اخیستو جوګه ندي خو کله چې پخپل کور شي او وس یې ورسیږي، د ټولو سره به حساب کتاب کوي.

د پاکستاني طالبانو پخواني ویاند احسان الله احسان په پاکستان کې د خپل جرم د اعتراف په وخت ویلي دي چې کله د پاکستان پوځ په وزیرستان کې عملسات پیل کړل نو هغه افغانستان ته وتښتیده او هلته ورسره د افغانستان او هند استخباراتو مرسته کوله چې په پاکستان کې حملې وکړي.

د پروفیسر محمد زبیر سره د امریکا غږ د همکارې نزانې یوسفزۍ بشپړه مرکه دلته اوریدلی شئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:11:01 0:00

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG