د لاس رسي وړ اتصالات

ازبکستان په بیرته ستندیونکومهاجرینو کې مشکوک ترهګر نیولي


دا هغه ازبک وسله وال یاغي دی چې په سوریه کې جنګیږي
دا هغه ازبک وسله وال یاغي دی چې په سوریه کې جنګیږي

د ازبکستان د کورنیوچارو وزیر عبدوسالوم عزیزوف د سه شنبې (می ۲) وویل چې پولیسو يي د هغو بیرته ستنیدونکو ازبک مهاجرینو په ډله کې افراطي مشکوک وسله وال نیولي او غواړي هغه کسان هم افشا کړي چې د ټولنیزوشبکو په همکارۍ ازاد ګرځي.

تیره میاشت په سټکهولم کې د موټر په وسیله یو ازبک پناه غوښتونکې د سویډن د یوې محکمې لخوا تورن وګڼل شو. پدې کار سره ازبکستان چې په مرکې آسیا کې یو لوی اکثریت مسلمان هیواد دی، په نړیواله کچه د پام وړ وګرځیدو. په هغه برید کې پنځه تنه مړه شوو.

پولیس وایي هره ورځ یوشمیر مشکوک کسان پیژندل کیږي او توقیفیږي.
پولیس وایي هره ورځ یوشمیر مشکوک کسان پیژندل کیږي او توقیفیږي.

عزیزوف وویل دا حقیقت نه پتوي چې هره ورځ یوشمیر کسان پیژندل کیږي اوتوقیفیږي. چارواکي وایي دا هغه کسان دي چې د بهر نه بیرته ستانه شوي وو او غواړي په ازبکستان کې وهابي افکار خپاره کړي. د کورنیوچارو وزیر هغه افراطي محافظه کار إسلامي نظریې ته اشاره وکړه چې یو شمیر وسله والې یاغي ډلو تری الهام اخستې او په ازبکستان کې د فعالیت کولو بندې دي.

عزیزوف وایي اکثره دا کسان چې مذهبي افراطیت ته يي مخه کړې ده او ازبکستان ته راځي، دوئ هغه وخت افراطي شوي چې په روسیې، ترکیې او نورو هیوادونو کې اوسیدل.

ازبکستان هغه هیواد دی چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې يي په خپل هیواد کې د إسلامي تندلارو وسله والو پرضدجګړې کړي او تیره میاشت یي وویل چې په سټکهولم کې د برید مخکې يي یو لویدیځ هیواد ته خبر ورکړې و. دا برید د رحمت اکیلوف په نوم یو شخص کړې و چې ویل کیږي د داعش د ډلې لخوا استخدام شوی و.

ازبکستان نه وو ویلي چې کوم هیواد ته يي د اکیلوف په اړه خبر ورکړې و. د پخواني مړ شوي جمهور رئیس اسلام کریموف په وخت کې د لویدیځ سره د تاشکند د بشري حقونو د کمزورو هڅو له امله امنیتي همکاري محدوده شوې وه. خو تیرکال شوکت مرزایوف د نوي جمهور رئیس په توګه اکثره سیاسي بندیان خوشی کړل چې واشګټن پری ډیر خوشحاله او ازبکستان يي وستایو.

XS
SM
MD
LG