د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ وایي د سپینې ماڼۍ خبري کانفرنسونه به وتړي


ولسمشر ټرمپ
ولسمشر ټرمپ

د امریکا جمهوررئیس ټرمپ د جمعې په ورځ ژورنالسټانو ته خبردارې ورکړ چې د هغوي پرمخ به د سپېنې ماڼۍ د مطبوعاتي کانفرانسونو مخه وتړي. ټرمپ په خپل ټویټر کې ولیکل چې د ژورنالسټانو پوښتنو ته لیکل شوي ځوابونه به د هغه په قول د"خبرصحت زېات کړي".

ټرمپ زېاته کړه: "شاید چې تر ټولو بهتره خبره به دا وي چې راتلوونکي مطبوعاتي کانفرانسونه فسخه شي او د خبرد صحت او سموالي په خاطر د ژورنالسټانو پوښتنو ته لیکلي ځوابونه ورکړل شي."

د سپېنې ماڼۍ د ژورنالسټانو د اتحاد رئیس(جیف مېسن) په خپل ځواب کې ولېکل چې "د دې لپاره چې په دې اړه ډاډ حاصل شي چې د متحده اېالاتو په سېاسي نظام کې هېڅ ېو سیاسي شخصیت د قانون نه پورته نه دی او تپوس ورنه کېداې شي، د سپېنې ماڼۍ مطبوعاتي کانفرانسونه ډیراهمیت لري او ختمول به ېي د شفافیت، محاسبې او د دقېقو معلوماتو د لاس ته راوړلو په لاره کې د ژورنالسټانو لپاره غټې ستونزې ایجاد کړي."

ټرمپ د خپلې انتخاباتي مبارزې له پېل نه د مطبوعاتو سخت مخالفه ؤ او څو ځلې ېې پرې د fake news ېا ساختگي خبرونو د خپرولو تورنه لگولي.

XS
SM
MD
LG