په پاکستان کې د قبایلي سیمو ښځو د سیاسي او ټولنیزوحقوقو لپاره د قبایلي خویندو په نوم یوه ټولنه جوړه کړیده. د دغې ټولنې سره کار کونکي او په پیښور پوهنتون کې استاده نورین نصیر وایي چې نور به د ټولنې ناوړه دودونه او په ښځو ظلمونه و نه زغمي او د خپلو خلکو دغه ظلمونه به نړۍ ته ورښکاره کوي.
د نورین نصیر پوره مرکه دلته واورئ
-
نزرانه یوسفزۍ
نزرانه غفار د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.