د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل د چاودنې اړوند وروستی حال


په کابل نړیوال هوایي ډګرکې د جرمني نه ستانه شوي افغان پناه غوښتونکي
په کابل نړیوال هوایي ډګرکې د جرمني نه ستانه شوي افغان پناه غوښتونکي

د جرمني د کورنیوچارو وزارت وایي د هغو أفغان پناه غوښتونکو چې درخواستونه يي رد شوي وو، ستنیدنه يي په موقتي توګه وځڼډول شوه، ځکه په کابل کې د جرمني سفارت سخت زیانمن شوی دی.

د وزارت ویاند جانیز دیمروت وایي کابل ته نن چهارشنبې یو پلان شوی پرواز وځڼډول شو او نورې ستنیدنې به هم د اوس لپاره معطل شي.

جرمني فکر کوي، د کابل په شمول أفغانستان امن دی او په تدریجې ډول يي هغه أفغانان بیرته ستنوي چې د پناه غوښتنې درخواستونه يي رد شوي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې جنایي جرم باندی تورن وي. ویاند دیمروت وایي د بیرته ستنولو تصمیم ددی لپاره ندی نیول شوی چې خطر له سره و ارزول شي، بلکه په کابل کې د جرمني سفارت د زیانمن کیدو وروسته پدې وضعیت کې ندی چې د بیرته ستنیدونکو دا لړۍ تنظیم کړي.

هغه وایي د جرمني موقف دادی چې بیرته ستنول او په ځانګړې توګه د جنایي دوسیو لرونکو لیږل حتمي دي. د جرمني صدراعظمې د کابل چاودنه وغندله او وایي تروریزم د ټولو دښمن دی، که منچسټر دی، که برلین، که کابل که استانبول که سنت پیترزبرګ او که کابل.

یو ترکي عسکر په کابل کې د ۲۰۱۵ کال د فبروي میاشتې د بمي بریدوروسته عکس اخلي
یو ترکي عسکر په کابل کې د ۲۰۱۵ کال د فبروي میاشتې د بمي بریدوروسته عکس اخلي

د ترکیې د بهرنیوچارووزیر مولد کافس اغلو وایي د نننۍ چاودنې وروسته به په کابل کې د خپل سفارت ځنی کارکوونکي وباسي. وزیر کافس اغلو وایي دا باید معلوم شي چې انتحاري موټر بم په څه ډول د کابل دومره خوندي دیپلوماتیکه ساحې ته رسیدلی دی؟ هغه وویل د سفارت کارکوونکو ته زیان ندی رسیدلی او سفیر يي پدې وخت کې په ترکیه کې و.

خلک د ۲۰۱۶ کال جنوري په ۷ په چاودنه کې د یو ژورنالست مړی خښوي
خلک د ۲۰۱۶ کال جنوري په ۷ په چاودنه کې د یو ژورنالست مړی خښوي

د ژورنالستانو نړیوال فدراسیون او همکارې موسسې د أفغانستان د ژورنالستانو خپلواکې ټولنې دا برید غندلی. پدې برید کې د بي بي سي د یو موټروان نذیراحمد په شمول د طلوع تلویزیون یو کارکوونکی وژل شوي دي او د ۱تلویزیون یو خبریال او د بي بي سي دری نور کارکوونکي زخمیان شوي دي.

د جاپان د بهرنیوچارو وزارت وایي د هغوئ د سفارت دوه کارکوونکي چې دواړه جاپاني اتباع دي، سرسري زخمي شوي دي. هند خبر ورکړې چې د هغوئ د سفارت کړکۍ ماتې شوي دي. چاودنه د جرمني، ایران او بریتانیې سفارتونو خواته شوې ده.

د چین د بهرنیوچارو وزارت وایي په کابل کې د دوئ سفارت ته زیان اوختې دی، خو کارکوونکي يي ټول روغ او خوندي دي. أفغان مقامات وایي نژدې نوي کسان پدې چاودنه کې وژل شي او تر دری سوه پنځوس زخمیان شوي دي. طالبانو د بریدو وروسته رسنیو ته اعلامیه ولیږه چې دوئ د کابل په چاودنه کې لاس نلري.

د فرانسې د بهرنیوچارووزیر یان یویس لو دریان وایي په کابل کې د فرانسې سفارت ته مالي زیان اوختې خو تراوسه پورې د سفارت د کارکوونکو د زیان په اړه معلومات نلري. وزیر وایي فرانسه د أفغانستان سره د تروریزم ضد جګړه کې اوږه په اوږه ولاړه ده.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG