د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ښاروالۍ: د زنبق د څلورلارې برید تر یو میلیارد افغانیو تاوان اړولی


کابل ښاروالۍ وايي چې د تاوان کچه تر څلورو میلیارد ډالرو لوړیدای شي.
کابل ښاروالۍ وايي چې د تاوان کچه تر څلورو میلیارد ډالرو لوړیدای شي.

د کابل ښاروالۍ وايي لومړني تحقیقات یې ښيي چې د چهارشنبې د ورځې د کابل د زنبق د څلور لارې برید د یو میلیارد افغانیو مالي زیان اړولی او ښايي دا شمیره تر څلور میلیاردو افغانیو لوړه شي.

د کابل سرپرست ښاروال عبدالله حبیب‌زي د پنجشنبې په ورځ د کابل د پولیسو له چارواکو سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل، د چاودنې په سیمه کې د بیاجوړولو چارې پیل شوې دي.

د ښاغلي حبیب‌زي پر وینا، هغه دولتي ادارې چې په دې برید کې زیانمن شوي دي، د شنبې تر ورځې به بیرته فعاله شي.

هغه وویل په سیمه کې په چټکۍ سره د بیا جوړلو کار روان دی

"د کار په جریان کې موږ شاوخوا ۱۳۰۰ متر مکعبه ساختماني مواد سیمې ته رسولي دي، د بیارغونې شاوخوا اتیا فیصده کار بشپړ شوی دی او دیرش موټره تخریب شوي مواد او لږ ترلږه ۵۰ خراب شوي موټر مو د نورو بنسټونو په مرسته له سیمې څخه بهر ایستلي دي، زموږ پرسونل د شپې او ورځې په اوږدو کې په کار بوخت وو."

د پرونی برید د پیښې له ځای څخه تر دوه کیلومټره واټن پورې، ودانیو او کورونو ته زیان رسیدلی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو ویاند صیام‌ الدین پسرلی وايي په دې چاودنه کې یواځې خصوصي سکتور ته تر ۱۴ میلیون ډالرو مالي زیان رسیدلی دی.

ښاغلي پسرلي امریکا غږ ته وویل "د پرونۍ پیښې خسارات تر ننه پورې چې موږ ارزیابي کړی، شاوخوا څوارلس میلیونو ډالرو ته رسیږي، پرون چې موږ کومه ارزیابي وکړه لس میلیون ډالره وو خو نن دا شمیره پورته شوې ده او تر سبا بل سبا پورې چې زموږ تحقیق مکمل کیږي ښايي له دې څخه هم شمیره لوړه شي."

د پیښې په شاوخوا سیمو کې د دولتي ودانیو او بهرنیو سفارتونو سربیره بانکونه، هوټلونه، دفترونه، خصوصي شرکتونه او سوپر مارکیټونه موقعیت لري.

په سیمه کې د الوتکو د ټیکټ پلورلو یو شرکت خاوند عبدالعزیز وایي "هرڅه په بشپړ ډول له منځه تللي، هیڅ هم پاتې نه دي، ښيښې، لیپټاپونه او نور وسایل، موږ ته زیان رسیدلی دی"

ارګ په یو بیان کې ویلي، چې په دغه برید کې یو شمیر دولتي، نړیوال او خصوصي بنسټونو ته زیان رسیدلی دی.

په بیان کې راغلي، په داسې حال کې راغلي، په داسې حال کې چې د کابل ښاروالۍ کارکوونکي د ویجاړې شوې سیمې د بیارغونې او پاکولو په چارو بوخت دي،

د دغه برید مسولیت تر اوسه کوم چا یا ډلې منلی نه دی.

XS
SM
MD
LG