د لاس رسي وړ اتصالات

چین چمتو دی چې د پاکستان او افغانستان منځګړی شي


چین وايي افغانستان د نړیوال تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی
چین وايي افغانستان د نړیوال تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی

ولسمشر غني ویلي افغانستان اوس هم له طالبانو او پاکستان سره سوله غواړي، چین ویلي اماده دي چې د پاکستان او افغانستان منځګړی شي.

ولسمشر محمد اشرف غني چې په قزاقستان کې یې له خپل چینایي سیال جین پینګ سره د شانګهای د سیمه ییزو همکاریو د سازمان په غونډې کې ولیدل، وايي ترهګري د سیمې او نړۍ د هېوادونو لپاره ستر ګواښ دی او باید له کوم توپیر پرته یې پر ضد اقدام وشي.

د ارګ اعلامیه ويي ولسمشر غني خپل چینايي سیال ته وویل چې دا مهال "۲۰ نړیوالو تروریستي ډلو پر افغانستان بریدونه کړي او د هغوی هدف د چین په ګډون د سیمې په هېوادونو تروریستي بریدونه دي".

ښاغلي غني د دغو ډلو نومونه وانخیستل خو ټېنګار یې وکړ "د چین په ګډون باید د سیمې هېوادونه له تروریزم سره مشترکه مبارزه وکړي".

د چین ولسمشر شی‌جین پینګ بیا وویل "هېواد یې د افغانستان د دولت په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت د سولې پروسې ملاتړ کوي او چمتو دی چې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزه ناسته جوړه کړي".

د کابل-اسلام اباد ترمنځ اړیکې په دې ورستیو کې خورا خرابې شوي دي، کابل اسلام اباد تورنوي چې د طالبانو ننګه کوي او افغانستان کې د روان جنګ تر شا ولاړ دی، خو پاکستان یې نه مني.

د ارګ اعلامیه وايي د چین ولسمشر وویل "افغانستان نړیوال تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري او توافق وشو چې د تروریزم د نابودۍ او له هغه سره د مبارزې په موخه باید سیمه ییزه او بین المللي همغږي او همکاري رامنځته شي".

ښاغلي جین پينګ وویل هېواد یې چمتو دی "د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ضرورتونو ته په کتو له هغوی سره د تجهیزاتو او وسایلو او له تروریزم سره د موثرې مبارزې لپاره، چې د دواړو هېوادونو لپاره په یو جدي تهدید اوښتی، مرسته وکړي."

ارګ وايي دواړو مشرانو موافقه وکړه چې له دې وروسته به دوه اړخیزې غونډې او رابطې زیاتوي. افغانستان همدغه راز په دغې غونډې کې د پل په نامه له یو چینايي شرکت سره د شیرخان بندر-هرات د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو او د کابل-کونړ پر سیند د برېښنا د تولید د پروژې تړون هم لاسلیک کړ.

ټاکل شوې چې د پل شرکت د اورګاډي د پټلۍ د غزولو د پروژې ارزونه په یو کال کې او د کابل-کونړ د برېښنا د تولید د پروژې اروزنه په شپږو میاشتو کې پیل کړي.

ولسمشر غني د چهارشنبې په ورځ ( جون۷) قزاقستان ته ولاړ چې د شانګهای د سیمه ییزو هکاریو د سازمان په غونډه کې ګډون وکړي. د افغانستان د ملي امنیت مشاور محمد حنیف اتمر او یو شمېر نور چارواکي هم له هغه سره مله دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG