په سعودي عربستان کې د جمعې په ورځ مۍ ۱۷ (غويي ۲۸) په لومړي ځل داسې نندارتون جوړ شو چې ماډلانو پکې د لامبو لباسونه اغوستي وو.
په سعودي کې دا نندارتون په داسې حال کې جوړیږي چې په دغه هېواد کې یوه لسیزه مخکې ښځې مجبورې وې چې د ټول بدن پوښونکي څادرونه او نقاب واغوندي.
د لامبو د حوض ترغاړه جوړ شوي دغه نندارتون کې د مراکشۍ ډیزاینرې یاسمینه قنزال ډیزاین شوې لباسونه نندارې ته وړاندې شول. ماډلانو د سور، زرغون او نیلي رنګونو د لامبو داسې لباسونه په تن کړي وو چې اوږې او یا د بدن منځنۍ برخې یې لوڅې وې.
قنزال فرانس پرس ته وویل: "دا ریښتیا ده چې دا هیواد ډیر محافظه کار دی، خو موږ هڅه وکړه چې د لامبو داسې ښکلې جامې وښیو چې د عربي نړۍ استازیتوب کوي."
هغې زیاته کړه: "کله چې موږ دلته راغلو، موږ پوهیدو چې په سعودي عربستان کې د لامبو د لباس د فیشن نندارتون یوه تاریخي شیبه ده. ځکه چې دا لومړی ځل دی چې دلته دا کار ترسره کیږي." قنزال په دې نندارتون کې خپل ګډون "یو ویاړ" وباله.
د لامبو د لباسونو دا ننداره د سعودي عربستان په لویدیځ ساحل کې د "سره سمندر تفریحي ښارګوټي" کې د "سره سمندر د فیشن اونۍ" د پرانیستنې په دوهمه ورځ ترسره شوه.
دا تفریحي ښارګوټی د "نړیوال سره سمندرګي" سترې پروژې برخه ده چې د سعودي عربستان د "۲۰۳۰ کال پلان" په نوم د ټولنیزو او اقتصادي اصلاحاتو د پروګرام په سر کې ځای لري او د ولیعهد محمد بن سلمان له خوا څارل کیږي.
شهزاده محمد بن سلمان په ۲۰۱۷ کې د ولیعهد په توګه د نومول کېدو راهیسې په سعودي عربستان کې په ډراماتیک ډول د ټولنیزو اصلاحاتو لړۍ پیل کړې ترڅو په اسلامي سختدریځۍ مشهور دغه هېواد په اړه د نړیوالو دریځ نرم کړي.
د هغه په اصلاحاتو کې د مذهبي پولیسو ختمول او د موسیقۍ د داسې پروګرامونو او نندارو جوړول شامل دي چې ښځې او نارینه پکې یو ځای ګډون کولی شي.
په سعودي عربستان کې ددغو بدلونونو هم مهاله د هېواد پر یو شمېر هغو محافظه کارو دیني عالمانو باندې فشارونه زیات شوي چې ښايي د دې ټولنیزو بدلونونو مخالفت وکړي.
د سوریې وګړی او د فیشن ماهر شوق محمد چې د جمعې د ورځې په نندارتون کې یې برخه اخیستې وه، وویل چې دا د حیرانتیا خبره ځکه نه ده چې سعودي عربستان هڅه کوي خپل د فیشن او ګرځندوی سکتورونه د نړۍ پر مخ پرانیزي.
د سعودي د فیشن د کمیسیون د تیر کال د راپور له مخې، د فیشن له صنعت څخه په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۱۲.۵ میلیارد ډالر ترلاسه شوي چې د ملي ناخالصو تولیداتو ۱.۴ سلنه جوړوي او ۲۳۰ زره کسان پکې په دندو ګمارل شوي دي.
شوق محمد وویل: "دا لومړی ځل دی چې په سعودي عربستان کې د لامبو د لباسونو د فیشن نندارتون ترسره کیږي. او ولې باید ترسره نشي؟ دا کار ممکن دی او ترسره شو."
د فیشن فرانسوي ماهر رافایل سیماکوربي چې د جمعې د ورځې په نندارتون کې یې برخه لرله، وویل چې په دې نندارتون کې یې د عیب څه ندي ترسترګو شوي، خو د نوموړي په خبره، د سعودي په شرایطو کې دا یوه لویه لاسته راوړنه وه.
سیماکوربي وویل: "دا د دوی لخوا نن د خورا زړورتیا یو اقدام دی او زه ډیر خوښ یم چې برخه پکې لرم."
فورم \ دبحث خونه