د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او سیمې په اړه د څلور اړخیزو غونډو نوی دور پیلیږي


افغان حکومت وایي چې جمهوررئیس محمد اشرف غني او د پاکستان د صدراعظم نواز شریف ترمنځ چې د قزاقستان په پایتخت استانه کې د څلوراړخیزو غونډو په نوي میکانیزم کومه موافقه شوې، هغه د تیرو څلور اړخیزو غونډو د بهیر سره توپیر لري.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال نجیب الله ازاد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په تیرو څلور اړخیزو غونډو کې یوازې طالبانو سره د خبرو په لارو چارو بحث کیده خو دا ځل به په دې غونډو کې د سیمې او نړۍ په تروریستي ګواښونو او ورسره د مبارزې په لارو چارو خبرې وشي.

ښاغلي ازاد وویل " تیرې څلوراړخیزې ناستې د افغانستان غوښتنې وې، تیرځل افغانستان هڅه وکړه چې د دغو ناستو له لارې د طالبانو سره د سولې بحث او خبرې وشي. لیکن دا ځل څرنګه چې پر پاکستان باندې نړیوال فشارونه وارد شوي دي، پاکستان خپله هڅه وکړه او دا وړاندیز د پاکستان دی چې مونږ باید څلوراړخیزې غونډې ولرو چې په هغې کې افغانستان، پاکستان، چین او امریکا ده".

ښاغلی ازاد وایي د څلوراړخیزو غونډو ترڅنګ د اړتیا پروخت به افغان اوپاکستاني چارواکي دوه اړخیزې غونډې هم جوړوي.

تیرځل افغانستان هڅه وکړه چې د دغو ناستو له لارې د طالبانو سره د سولې بحث او خبرې وشي
تیرځل افغانستان هڅه وکړه چې د دغو ناستو له لارې د طالبانو سره د سولې بحث او خبرې وشي

ښاغلی ازاد وایي تراوسه د دغو غونډو د پیل ڼیټه نه ده ټاکل شوې خو پر وینا یې د دغو غوندو لپاره د میکانیزم د رامنځ ته کولو لپاره د دواړو هیوادونو یوه ګډه کمیټه به لومړی په کابل او بیا په اسلام اباد کې غونډې وکړي.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د تیرې جمعې په ورځ د قزاقستان پایتخت استانه کې د شانګهای د غړو هیوادونو د مشرانود غونډې په څنډه کې د پاکستان د صدراعظم میاه نوازشریف سره په کتنه کې د څلوراړخیزو غونډو د بهیر پر بیا پیلیدو موافقه وکړه.

په دغو څلور اړخیزو غونډو کې به د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازي ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG