د لاس رسي وړ اتصالات

تقي:د پاکستان پوځي چارواکو پر سفرونو دی بنديز ولگول شي


په ‎داسې وخت کې چې د امریکا د جمهور رئیس، ډونالډ ټرمپ اداره د افغانستان لپاره د کړنلارې د بشپړولو په حال کې ده، باید پر پاکستان د لازم فشار په خاطر له هغو امکاناتو کار واخلي چې لاس کې يي دي.

پاکستاني ليکوال محمد تقي امريکا غږ ته وويل:

امریکا د پاکستان پر وړاندې ډير څه کولائ شول خو تراوسه يي نه دی کړي اوس چې پر پاليسۍ غور او خبرې روانې دي نو لازمه ده چې هغه فشارونو ته پکې ځاې ورکړل شي چې پاکستان د ترهگرو له ملاتړه څخه لاس اخيستو ته مجبوره شي،

لکه مالي مرستو، او د پاکستان د هغو پوځي کارکوونکو پر سفر بندیزونه چې له تروریستي ډلو سره اړیکې لري.

ښاغلي تقي زياته کړه پرداسې هيواد چې د سيمې او نړۍ په کچه د ترهگرو ملاتړې وي کلک بنديزونو لگول پکاردي ،امريکا بايد پاکستان د غيرناتو انډيوالۍ څخه وباسي ځکه په همدې نوم يی ډيرې گټې اوپوځي مرستې له امريکا نه تر لاسه کړي.

هغه دا هم وويل چې په تيرو کې امريکا پر پاکستان په مستقيمه توگه مرستې يو څه بندې کړې وې خو بیا یي د ځينو موسسو له طريقه په غير مستقيمه توگه مرستې دغه هيواد ته ورسولې، اوس دی هيله لري چې امريکا دی د پاکستان پر وړاندې دوه مخه پاليسي نه کاروي او په وضيعت کې د مثبت بدلون په خاطردی لازم فشارونه پری راوړي.

محمد تقي سره د نوشابې اشنا مرکه دلته اوريدلائ شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:56 0:00

XS
SM
MD
LG