د لاس رسي وړ اتصالات

جهانگیر خټک: داسې ښکاري په سیمه کې به جگړه لا زیاته شي


جهانگیر خټک
جهانگیر خټک

په نیویارک کې د سیاسي چارو کارپوه جهانگیر خټک وایي چې په واشنگټن کې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د هند د صدراعظم سره ملاقات او په خاصه توگه د افغانستان په هکله د دغو دواړو مشرانو اندیښنې کومه نوي خبره نه ده.

ښاغلی خټک وایي چې په سیمه کې نوي صف بندي روانه ده، نوي ډلې جوړیږي نو ځکه کیدی شي په سیمې کې د سیاست بڼه بدله شي او خونړۍ جگړې لا زیاتې شي.

د یادونې وړ ده چې د دوشنبې په ورځ ( جون ٢٧ ) د هند صدراعظم مودي په واشنگټن کې د ولسمشر ټرمپ سره په گډ مطبوعاتي کانفرنس کې په پاکستان کې د ترهگرو پناهځایونه ته په اشاره وویل چې مونږ به د ترهگرو د پناهځایونه ختمولو په برخه کې زیاته همکاري کوو او د دی لپاره به د یوبل سره استخباراتي معلومات شریکوو

د دغو دواړو مشرانو ملاقات په داسې وخت کې ترسره شو چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې میشت د حزب المجاهدین مشر سید صلاح الدین د ترهگرو په لسټ کې شامل کړیدی.

ښاغلی جهانگیر خټک په دغه موضوع زمونږ سره خبرې کړیدي چې تاسو یې په لاندني لنک اوریدی شئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:11:07 0:00

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG